د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

اسټرالیا او د کرکټ نړیوال جام اتلولي؛ غبرګونونه او ارزونې څه دي؟


د پرونۍ لوبې یوه څنډه
د پرونۍ لوبې یوه څنډه

د نريندرا مودي لوبغالي ته د کوربه هند لسګونه زره مینه وال په دې تمه ورغلي وو چې لوبډله یې د نړیوال جام اتلولي خپله کړي خو داسې ونه شول.

اسټرالیا وتوانېده د شپږم وار لپاره د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام وګټي.

هندوستان چې تر پایلوبې له ماتې پرته مخته راغلی وو د تمې خلاف یې په پایلوبه کې د ۲۴۱ منډو نسبتاً ووړ هدف وټاکه.

اسټرالیا په ځواب کې که څه هم د سر درې لوبغاړي ډېوېډ وارنر، میچل مارش او سټیو سمېټ ژر له لاسه ورکړل خو د ټروېس هېډ او مارنوس لابوشېن د اوږدې ملګرتیا له برکته تر هدف ورسېده.

ټروېس هېډ ۱۳۷ او مارنوس ۵۸ مهمې منډې ترسره کړې. که څه هم ټروېس تر بریا یواځې دوه منډې مخکې وسوځېد خو ګلین مکسویل د اسټرالیا لپاره د اړتیا وړ دوه وروستۍ منډې وکړې او خپل ټیم یې اتلولي ته ورساوه.

د اسټرالیا د ټیم کپټان پټ کمینز وویل په خپلو ملګرو پوره باوري وو چې لوبه به ګټي.

هغه زیاته کړه:

"دا زموږ د ورزشي ژوند تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده. موږ ډېر تکړه هلکان ټيم کې لرو. که څه هم دلته په سټډيوم کې ۱۳۰ زره کسان د سیال ټیم په پلوي ناست وو او مقابل ټیم خپلې ټولې لوبې هم ګټلې وې. خو زموږ هلکانو وړتیا وښوده او په څه شکل چې یې لوبه وکړه واقعا د ستایلو دي."

د اسټرالیا لوبډله د اتلولۍ د خوشالۍ پر مهال
د اسټرالیا لوبډله د اتلولۍ د خوشالۍ پر مهال

د کرکټ د لوبو افغان مبصر احمد فرهاد فدايي هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د اسټرالیا د ټيم لوبډلمشر ښې پرېکړې وکړې او د ده په باور یواځينی ټیم چې د هند په ماتولو برلاسی ښکارېده هغه اسټرالیا وو.

فدایي زیاتوي:

"د اسټرالیا کپټان پټ کمنز له اوله لوبغاړو ته دا باور ورکړ. په نړیوال جام پایلوبه کې لوبېدل. ټاس ګټل او بیا وروسته دا منل چې موږ هدف ته رسیږو. په خپل ځان باندې باور لرل چې وروسته به پرخه راځي بال به لمدیږي. چې هر څومره هدف موږ ته هند وټاکي هغه ته رسیږو. دا په خپله یو ډېر له جرئت ډک تصمیم دی. کله چې د تا کپټان او مشر ټولو لوبغاړو ته دا په ځان اعتماد ورکوي چې د تاسو په وړتیا باوري یم نو بیا زه فکر کوم چې د دباندې شور چې څومره وي هغه دوی اوري هم نه."

د هندوستان اکثر لوبغاړي هم په یاد ټورنمنټ کې ډېر ښه وځلېدل له دې ډلې په توپ وهنه کې ویرات کوهلي ۷۶۵ منډې وکړې او وتوانېد د دې نړیوال جام د سیالیو غوره لوبغاړی شي.

په بالنګ کې هم هندی لوبغاړی محمد شامي د اوه لوبو له ډلې د ۲۴ وېکټو په اخیستو په جام کې مخکښ ویکټ اخیستونکی شو.

د هندي لوبغاړو دغو ټولو خواریو او ریکارډونو بیا هم په پایلوبه کې د دوی د ټيم د ماتې مخه ونه شوای نیولی.

ډېرو هندویانو د خپلې لوبډلې د اتلولۍ تمه لرله
ډېرو هندویانو د خپلې لوبډلې د اتلولۍ تمه لرله

د هندوستان سر روزونکي راهول ډراوېډ وویل هندي ټيم ډېرې ښې لوبې وکړې خو پایلوبه کې یې سم عمل ونه کړای شو.

هغه وایي:

"په کوم کیفیت چې موږ دې ټورنمنت کې کرکټ وکړ فکر کوم استثنايي وو. نو زه په دې ټولو هڅو ویاړم. په ټول وس او هڅو ویاړم. لوبغاړي او روزونکی پلاوی ټول د فخر وړ دي. فکر کوم موږ ډېر ښه مخته راغلو خو یواځې په وروستي ګام یعنې پایلوبه کې مو ښه عمل ونه کړ. اسټرالیا ته مبارکي وایم. هغوی له موږ ښه وو."

اسټرالیا په دې اتلولي سره د خپلو نړیوالو جامونو شمېر شپږو ته ورساوه.

دغه ټیم په ۱۹۸۷، ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۵ کلونو کې هم د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جامونه ګټلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG