د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

تهران کې د افغانستان سفارت؛ مراجعین پکې د بې نظمۍ او کارونو د ځنډ ادعاوې لري


تهران کې د افغانستان د سفارت مخې ته یو شمېر ټول شوي مراجعان
تهران کې د افغانستان د سفارت مخې ته یو شمېر ټول شوي مراجعان

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال چې د خپلو ستونزو د حل لپاره یې په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سفارت ته مراجعه کړې وايي، دغه سفارت ته د مراجعانو زیات شمېر او د هغوی د ستونزو د نه حل کېدل سفارت ته د ورتلونکو خلکو او ایرانیانو لپاره د ستونزو لامل شوي.

دوی ادعا کوي چې نوبت په پام کې نه نيول او د سفارت د کارکوونکو ناسم چلند د دې ټولې ګډوډۍ لامل دی.

د دوی له ډلې کيومرث عاصي ازادي راډيو ته وویل، د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت د دروازې مخ ته يې څو ورځې انتظار ايستلی او له ډېرو ستونزو وروسته په دې وتوانېد چې سفارت ته ننوځي.

عاصي زیاته کړه:

"ګډوډي بې‌حده ډېره ده، هغه کسان چې غواړي سفارت ته ولاړ شي، د سهار په څلورو یا له لمانځه مخکې درې بجې بايد ولاړ شي، انتظار وکړي، څو يې کار وشي. زه خپله د دې شاهد يم داسې کسان هم وو چې د سهار په ۹ یا ۱۰ بجې به راغلل، له سفارت به کسان راووتل، له لاس به یې نیول، هغوی به يې ځان سره دننه کړل او کارونه به يې ورخلاص کړل، ګډوډي بيخي ډېره ده."

په ایران کې یو بل افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له يادولو ډډه وکړه ازادي راډیو ته وویل:

“طالبان هماغه ظالمه ډله چې په افغانستان کې ده، د ایران په سفارت کې هم همداسې ده، پر ولس رحم نه‌کوي. دوی په ډیپلوماتیکو اصولو نه‌پوهېږي، له بېلابېلو لارو ګډوډي جوړوي، کوربه هېواد هم د دوی له لاسه په تکليف دی."

په تهران کې د افغانستان سفارت
په تهران کې د افغانستان سفارت

په ایران کې یو بل افغان کډوال عزیزګل افغان بېګ ازادي راډيو ته وویل، له یوې خوا د سفارت د ساحې کموالي او له بلې خوا د مراجعينو ګڼې ګوڼې ټول خلک په ځانګړې ډول ښځې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي دي.

افغان بېګ وویل:

"په تهران کې د افغانستان سفارت د پاسپورټونو او تذکرو له امله ډېر مراجعین لري، خو پروسه يې ډېره پڅه ده، په نيمه شپه به راځې، نوبت به نيسې، نوبت دې هم ډېر ناوخته رسيږي، د سفارت ساحه ډېره تنګه ده. څوک چې مخکې له مخکې ولاړ وي، کولای شي خپل کار مخته يوسي، د طالبانو له‌خوا هلته ښځو سره سخت‌ګيري هم کېږي."

ياد شوي سفارت ته د راغلو کسانو په وینا، کله ناکله د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره اړ کېږي، چې دغلته شپې تېرې کړي.

په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت یو مطبوعاتي مسوول میر انور غفاري په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

یو شمېر نور مراجعان
یو شمېر نور مراجعان

دا په‌داسې حال کې ده چې د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د یک‌شنبې په ورځ د يوه راپور په خپرولو سره په تهران کې د افغانستان د سفارت مخې ته چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی، د خلکو په ګڼه ګوڼه او ګډوډۍ نیوکه وکړه.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له‌مخې، په دې ورځو کې د سفارت عمومي سړک او شاوخوا کوڅې د تهران په یو له بدو ښاري صحنو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو بدل شوي دي؛ په داسې حال کې چې د دغې رسنۍ په وینا، د جمهوري نظام له سقوط مخکې، دغه سفارت ته د ورتلونکو کسانو شمېر ډېر کم و.

په راپور کې ویل شوي چې د سفارت شاوخوا ګڼه ګوڼه او ککړ چاپېریال د سیمې خلک او هغو کډوالو چې د کډوالۍ د اسنادو د ترلاسه کولو او یا هم د خپلو ستونزو د حل لپاره سفارت ته ځي له ستونزو سره مخ کړي دي.

که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په دغه هېواد کې یې د افغانستان سفارت دوی ته سپارلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG