د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

په افغانستان کې مسافرو، د ناروغانو پایوازانو او اړو ته د روژه ماتي پروګرامونه


ارشیف: په افغانستان کې د یوې روژه ماتې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوې روژه ماتې انځور

د روژې په میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خیریه بنسټونو د مسافرو، د ناروغانو د پایوازانو او بېوزلو ته لپاره د روژه ماتي پروګرامونه جوړ کړي دي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی اصیل خان له خپل ناروغ سره روغتون ته راغلی دی.

هغه ته د لېوال خیریه بنسټ لخوا ورته روژه ماتې ورکړل شوې ده.

اصیل خان وویل: "دلته ناروغانو او پایوازانو ته د ډوډۍ سهولت برابر شوی دی، روژه ماتې ورکوي، ډېر خلک په سهولت کې دي او له منډو او مصارفو څخه خلاص شوي دي."

د لېوال خیریه بنسټ مسوول طلا لېوال وايي، دوی په پکتیا ولایت کې هغو کسانو لپاره روژه ماتی چمتو کوي چې له بېلابېلو ولایتونو او د پکتیا ولایت له بېلابېلو ولسوالیو څخه له ناروغانو سره روغتون ته راغلي وي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې دا روژه ماتې په ورځني ډول له ۴۰۰ تر ۵۰۰ د ناروغانو پایوازانو ته برابرېږي.

هغه زیاتوي: "هغه پایوازان چې هلته ورته د ډوډۍ سهولت نه وي او دوی وس او توان نه لري، دوی باور وکړئ د یو بیسکېټ پیسې هم نه‌لري، موږ روژه ماتې ورته تیاروو."

نوموړي وویل چې د دې تر څنګ دوی د ورځې سلو بېوزلو کورنيو ته د روژه ماتې لپاره وچه ډوډۍ هم وېشي.

د لېوال په خبره تېرو کلونو کې به ډېرو کسانو همکاري کوله، خو سږ کال دا لګښتونه ټول یو هېواد وال په غاړه اخیستي دي.

ارشیف: په کابل کې یو شمېر افغانانو د روژه ماتې د وېشلو پر مهال
ارشیف: په کابل کې یو شمېر افغانانو د روژه ماتې د وېشلو پر مهال

په ورته وخت کې په ننګرهار ولایت کې هم د یو خیریه بنسټ لخوا د جلال اباد په سیمه‌ییز روغتون کې ناروغانو سره مل پایوازانو ته روژه ماتې ورکول کېږي.

د عطا خیریه بنسټ مسوول عطا الله شګیوال په دې اړه ازاډي راډيو ته وویل: "د ورځې ۸۰۰ تر ۹۰۰ او ۱۰۰۰ کسانو لپاره په ننګرهار سیمه‌ییز روغتون کې د مختلفو ولایتونو او ولسوالیو څخه راغلي ناروغانو او د هغوی سره پایوازانو لپاره د روژه ماتې دا دسترخوان چمتو کېږي."

خو نوموړي په دې اړه چې د دې روه ماتې لګښت د چا لخوا ورکول کېږي، جزییات ورنه کړل.

په روژه کې مسافرو ته د روژه ماتي د چمتو کولو پروګرام د تورخم دروازې ها خوا پاکستان غاړې ته هم د ځايي اوسېدونکو لخوا روان دی.

د دې دسترخوان یو تنظیمونکی اسرار شینواری وايي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې هر کال د روژې په میاشت کې د ورځې شاوخوا زرو کسانو لپاره د یو شمېر خلکو په مرسته او په خپل شخصي لګښت روژه ماتي برابروي.

نوموړي زیاته کړه: "الحمدالله نن موږ سره د خلکو په مرسته د دې دسترخوان چمتو کول روان ‌دي. دلته مسافر، موټر چلوونکي او د دې ځای اوسېدونکي کوم چې مزدوران دي، هغوی لپاره دا بند او بست کوو."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی متین د روژه ماتي دې پروګرام کې ګډون کړی دی.

هغه وویل: "تورخم ته راغلي یو لارۍ والا، موټر چلوونکي یو. دلته د روژه ماتي انتظام یې کړی دی او موږ راغواړي. خدای دې دوی سره ښه وکړي."

ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزله کورنۍ د روژه ماتې دسترخوان
ارشیف: په افغانستان کې د یوې بېوزله کورنۍ د روژه ماتې دسترخوان

د یادونې ده د روژه ماتي دا پروګرامونه داسې مهال دي چې یو شمېر کورنیو تر دې مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي وو چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو د پلورلو توان نه‌لري او په ټوله کې د خلکو د اقتصاد د کمزوري کېدو له امله د زکات ورکولو کچه هم سږ کال د پخوا په پرتله راټيټه شوې ده.

نړیوالو سازمانونو هم په وار وار په افغانستان کې د اقتصادي بحران او د فقر او لوږې د لوړوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان یو پر درېیمه برخه خلک چې شمېر یې څه باندې ۱۶ میلیونه تنه دی، له لوږې او له دې ډلې درې نیم میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب له بېړني حالت سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG