د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

پاکستان مېشتي افغان کډوال له اختر وروسته ایستل کېدو ته اندېښمن دي


له ارشیفه د یو شمېر پاکستان مېشتو افغان کډوالو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر پاکستان مېشتو افغان کډوالو تصویر

سږ کال په پاکستان کې هم له افغانستان سره کوچنی اختر په یوه ورځ پیل شو.

له دې کبله ډېری افغان کډوال خوشاله دي ځکه چې له افغانستان سره په یووخت د اختر کولو په خاطر د پولیسو له لوري نه ځورول کېږي.

خو ډېری کډال وايي چې سږ کال په بل دلیل د اختر په خوښۍ نه پوهیږي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د کډوالو د ایستلو بل پړاو پیل کړي. په دې پړاو کې چې ویل شوي له کوچني اختره وروسته پیلیږي، کارت لرونکي کډوال هم ایستل کېږي.

په پاکستان کې مېشت افغان خبریال میرویس ځاځی وايي چې په پاکستان کې دېره افغان کډوال له یوې خوا د بې برخلیکۍ له کبله پرېشان دي او له بلې خوا د پاکستان وروستۍ پرېکړې اندېښمن کړي دي:

"دلته مېشت افغان کډوال هسي هم له دې کبله چندان خوشالي نه لري چې آینده یې نامعلومه ده. خصوصاً د پاکستان وروستي اعلان ډیرو ته تشویش پیدا کړی دی. ورته ویل شوي چې له اختره وروسته مو باسو، نو په داسي حالت کې به خلک د اختر په خوښۍ څه پوی شي."

د پاکستان فدرالي حکومت اعلان کړی چې د اپریل په ۱۵مه به په ټولو ایالتونو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي چې د (اي سي سي) يا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

له اختر وروسته پاکستان څخه د نورو افغان کډوالو د ایستو ګونګوسې دي
له اختر وروسته پاکستان څخه د نورو افغان کډوالو د ایستو ګونګوسې دي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منېزې کاکړ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له لویې کمیشنري وغوښتل چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د امنیت او حقونو د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

هغې وويل، د هغو افغان کډوالو چې د (ای سي سي) کارتونه لري شمېر شاوخوا ۸۵۰ زره تنه دی.

د بښنې نړیوالې ادارې يا ایمنسټي انټرنیشنل د کډوالو د ايستلو د دوهم پړاو پر پیلېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې دا کار به ځینې افغان وګړي په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان او مدني فعالان له ګواښ سره مخامخ کړي.

دې ادارې د دې بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

په بیان کې راغلي، د پاکستاني د حکومت دا ډول چلند به ځورونو او د بشري حقونو سرغړونو ته لاره هواره کړي.

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې دا ډول خلک له وړاندې څخه له ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې له پاکستان څخه ډېر ایستل شوي خلک ښځې او ماشومان جوړوي، هغه خلک چې د ملګرو ملتونو په وینا ډېر زیانګالي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادراې (يو اېن ایچ سي ار) د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې نژدې دوه اعشاریه دوه ميليونه اسناد لرونکي افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې يې ۱.۳ ميليونه د پي او ار کارډ لري او پاتې نژدې ۹۰۰ زره يې د اې سي سي کارتونه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG