د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

چارواکي: په داسې ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي چې څو کالو کې هلته نه دي کرل شوي


ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په افغانستان کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي دا مني چې سږ کال په داسې ولسوالیو کې هم کوکنار کرل شوي چې په تېرو څو کالو کې نه وه کرل شوي.

د افغانستان په ډېرو سیمو کې د کوکنارو د دوهم فصل وخت رانژدې شوی، خو د طالبانو حکومت تر دې مهاله د کوکنارو د مخکيني کښت په ویجاړولو بوخت دي.

د طالبانو ځايي چارواکي دا مني چې د هغوی د توقع خلاف، سږ کال په هغو ولایتونو او ولسوالیو کې هم کوکنار کرل شوي چې مخکې هلته کوکنار نه کرل کېدل.

شینډنډ، زېرکوه، پشت کوه، زاول، غوریان او زنده‌جان د هرات له هغو دیارلسو ولسوالیو له جملې څخه دي چې سږ کال خورا ډېر کوکنار په‌کې کرل شوي او طالبانو د دې کښتونو د ویجاړولو لپاره عملیات پيل کړي دي.

د هرات ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير حیات الله روحاني وايي، که څه هم دوی خلک خبر کړي وه چې کوکنار دې نه کري، خو بیا هم بزګرو د دوی غوښتنې ته پام نه دی کړی.

هغه وویل: "درې اوونۍ کېږي چې په ولسوالیو کې مو د کوکنارو ویجاړولو کمپاین پيل کړی او په ولسوالیو کې مو غونډې جوړې کړي دي، په کار مو لاس پوری کړی او په وروستیو څو ورځو کې مو نژدې دېرش جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده."

د طالبانو مشر د ۱۴۰۱ شمسي کال د حمل د میاشتې پر شپاړسمه نېټه د یوه فرمان په صادرولو سره د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو تولید، قاچاق او استعمال منع کړ.

پروسږ کال ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی دی او د طالبانو حکومت بیا دا کښت صفر بولي، خو پروسږکال په ظاهره له نسبي کموالي سره سره سږکال بیا د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

په تخار ولایت کې له ۱۳۹۶ کال راهيسې کوکنار نه کرل کېدل، خو سږکال د دې ولایت د مرکز تالقان په ګډون، په څو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.

د تخار والي عبیدالله امین زاده له بزګرو څخه غوښتنه کوي چې کوکنار و نه کري او که یې مخکې کرلي وي خپل کښتونه دې خپله ویجاړ کړي.

هغه وايي: "حکومت د کوکنارو د کښت ویجاړولو هوډ کړی دی او زه له خلکو څخه دا غوښتنه کوم چې د کوکنارو خپل کښتونه خپله ویجاړ کړي."

د جمهوریت په وخت کې د کورنیو چارو وزارت د کوکنارو د کښت ویجاړولو لپاره منظم تشکیلات درلودل، خو اوس چې دا تشکیلات ړنګ شوي، د طالبانو د حکومت نظامیان په ډېرو ساده وسایلو د کوکنارو کښت ویجاړوي.

د طالبانو حکومت تازه په ځينو ولایتونو کې خاص ډلې جوړي کړي او دا ډلې د کېمیاوي موادو په وسيله د کوکنارو کښت ویجاړوي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG