د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

افغانستان د اقلیم بدلون ناوړه پایلې؛ ډیکر: د اقلیم بدلون د ناوړه پایلو مخنیوي لپاره هڅو ته اړتیا ده


ارشیف: په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله د لوېدیځې سیمې یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله د لوېدیځې سیمې یو انځور

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې د نړیوالې مبارزې د نوملړ په سر کې دی.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي: "افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې د نړیوالې مبارزې په لومړۍ کرښه کې دى او اړتيا ده چې ټول د اقليم د ناوړه پايلو مخه ونيسو او د ښې راتلونکې لپاره هڅه وکړو."

کرن ډیکر د دوشنبې په ورځ ، د اپرېل په ٢٢مه نېټه د ځمکې د ورځې په مناسبت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا ورځ د دې يادونه کوي چې د ځمکې خوندي کول د هر چا دنده او مسووليت دى او زياتوي چې واړه کارونه هم کوى شي چې ستر توپيرونه رامنځته کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

هغې د اقلیم د ناوړه اغېزو د کمولو او د باثباته راتلونکي د پیاوړتیا لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې افغانستان د سختو بارانونو او سېلابونو شاهد وو چې له امله يې خلکو ډېر ځاني او مالي زيانونه اوښتي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت له‌خوا په خپرو شويو شمېرو کې راغلي چې د اختر له لومړۍ څخه تر تېرې جمعې پورې په دغو پېښو کې د وژل شویو شمېر ۹۹ او ۶۴ نور ټپیان شوي دي.

یو شمېر هغه افغانان چې په دې پېښو کې ټپیان شوي وايي چې مرستې ته اړتیا لري.

د نورستان ولایت اوسېدونکي زین‌الله ازادي راډيو ته وویل چې سېلابونو تر ډېره کرنیزې ځمکې او لارې زیانمنې کړي دي.

هغه وايي: "ځمکو ته ډېر زيان رسېدلی، د تېرو څو ورځو بارانونو کورونه هم زيانمن کړي. ځينې کورونه د بارانونو له امله لوېدلي. ډېرې ستونزې دي، خداى دې خير کړي. لارې هم وي ويجاړې شوي. سړکونو کې هم ستونزې شته او تګ راتګ هم درول شوى دى."

د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله په خپله سیمه کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه ازادي راډيو ته وویل. "د ناړۍ ولسوالۍ په مرکزي کلي کې څه د پاسه سل جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده. شاوخوا ٣٥ منځني او عامه سړکونه چې د کونړ ولايت له ناړۍ ولسوالۍ سره نښلوي شپږ ځايه ويجاړ شوي چې تر پرونه د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه او پرون ماښام د تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه. په ناړۍ ولسوالۍ کې د کوټو او دېوالونو په ګډون ۱۰۰ تر ۱۵۰ کورونه ویجاړ شوي چې یوازې زما ۳۰ متره دېوال او دوه کوټې لوېدلي دي."

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د اسلاميک ریلییف مرستندويه بنسټ د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ويلي چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۰۰ کورونه په جزوي او بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۹۳ زره هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او سلګونه څاروي له منځه تللي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم د وروستیو اورښتونو او سېلابونو د زیانونو او تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون سره مخ دي او له دغو بدلونونو سره د مقابلې لپاره لږې اسانتیاوې لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG