د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د ملاریا نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغانان: د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کافي امکانات نه‌لرو


د ملاریا ماشی
د ملاریا ماشی

نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا نړیواله ورځ ده او دا ورځ د ملګرو ملتونو له‌خوا د د دې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په موخه نومول شوې ده.

دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې پر د شمېرو له مخې افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دى چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په کې زیات دی.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په دې ناروغۍ د اخته کسانو ډېره برخه د افغانستان د ختيځو ولايتونو اوسېدونکي دي.

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ملاریا یو شمېر ناروغانو ازادي راډيو ته وویل چې دوی د دې ناروغۍ پر وړاندې روغتيايي خدماتو او د مخنیوي لپاره يې امکاناتو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي سيد شاهد ازادي راډيو ته وويل: "هوا ګرمه ده، ملاريا ډېره زياته شوې ده. يوه ورځ تبه او زکام وم، کله چې ډاکتر ته د معاينې لپاره ورغلم، ويې ويل چې ته ملاريا يې، زه اوس هم دا ناروغي لرم او هره ورځ درمل کاروم. موږ ډېر لږ طبي او روغتیایي اسانتیاوې لرو، هېڅ پشه‌خانې نه‌لرو."

ډاکتران وايي، ملاريا يوه ويروسي ناروغي ده چې له ناروغ څخه روغ انسان ته د مياشو په وسيله لېږدول کېږي
ډاکتران وايي، ملاريا يوه ويروسي ناروغي ده چې له ناروغ څخه روغ انسان ته د مياشو په وسيله لېږدول کېږي

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی محب‌زی شینوارى وايي، کور یې د اوبو ولاړو اوبو ته څېرمه دی او له همدې امله په ملاریا اخته شوی دی.

شینواري وویل: "هغه کسان چې پشه‌خانې نه کاروي او د ولاړو اوبو په چاپېريال کې ژوند کوي، هلته د ملاریا ناروغي ډېره خپرېږي. له بده مرغه ما خپله پشه‌خانې نه کارولې د ملاريا مياشې وچيچلم بیا مې تبه او سر درد احساس وکړ، کله چې ډاکتر ته لاړم، معايعنات مې وکړل، ډاکتر راته وویل چې تاسو ملاریا لرئ."

دوی د طالبانو د حکومت له روغتيايى چارواکو او بنسټـونو غواړي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې د پوهاوي کچه لوړه کړي او ناروغانو ته دې درملنې خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د روغتیايي برخې يو رضاکار داکټر الفت الله محب‌زي ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې د دوی په سیمه کې ياده ناروغي زیاته شوې او له څلورو شکمنو کسانو څخه دوه یې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل: "د سړې هوا له کمېدو وروسته زموږ په سیمه کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې، ځکه خلک باید پشه‌خانې وکاروي، د کورونو دروازې او اورسۍ ګانې وتړي او د خپلو کورونو شاوخوا ولاړو اوبو ډنډونه له منځه يوسي."

ځیر وویل: په هغو سیمو کې چې ډېره ګرمي وي ولاړې اوبه وي، لکه ختیځ ولایتونه دغو ناروغانو ته له درملنې وروسته رغتونو کې ځواب ورکوي، خو ځينې يې بيا چې دماغي ملاريا ورته وايي هغه شفاخانه کې بستر کېږي.

په ورته وخت کې داکټر رحمت الله لطیف ځير د دې ناروغۍ په اړه ازادي راډيو ته وویل: "ملاريا يوه ويروسي ناروغي ده چې له ناروغ څخه روغ انسان ته د مياشو په وسيله لېږدول کېږي؛ څلور ډوله دي او نښې يې تبه، زکام، سر درد او لرزه ده، کله کله ناروغ تبه لري او کله نښې کمېږي. په هغو سیمو کې چې ډېره ګرمي وي ولاړې اوبه وي، لکه ختیځ ولایتونه دغو ناروغانو ته له درملنې وروسته رغتونو کې ځواب ورکوي، خو ځينې يې بيا چې دماغي ملاريا ورته وايي هغه شفاخانه کې بستر کېږي."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په افغانستان کې د ملاریا د ناروغانو د شمېر او د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

خو د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبليوایچ‌او" په خپله ویبپاڼه کې لیکلي: "د ملاریا نړیواله ورځ یو فرصت دی چې د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې سره یوځای شو او د داسې نړۍ په لور حرکت وکړو چې ملاريا په کې ځاى و نه لري."

د ملاريا د ناروغۍ لپاره د ٢٠٢۴م کال د دې ورځې موضوع "د یوې عادلانه نړۍ لپاره د ملاریا پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړئ" ياده شوې.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، دا د ټولو حق دى چې د ملاریا د مخنیوي، تشخیص او درملنې لپاره با کیفیته، پر وخت او ارزانه خدمات ترلاسه کړي.

ملاریا یوه جدي او بالقوه وژونکې ناروغي ده چې د پرازیټونو له امله رامنځته کېږي چې د اخته شوي مياشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدول کېږي.

ملاريا د عامه روغتیا لپاره یو سرخوږى دى، په ځانګړې توګه په ګرمسېرو او نيمه ګرمسېرو سیمو کې، هر کال په میلیونونو خلک ترې زيانمن کېږي.

دا ناروغي د پلازموډیم نسل پورې اړوند پرازیټونو له امله رامنځته کیږي.

په انسانانو کې د ملاریا تر ټولو عام پرازیټ دی چې د دې ناروغۍ تر ټولو وژونکې بڼه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG