د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

ملګري ملتونه: افغانستان د میلیونونو نجونو د هيلو هدیره ګرځېدلې


د طالبانو لخوا له زده کړو یوه محرومه شوې نجلۍ - ارشیف
د طالبانو لخوا له زده کړو یوه محرومه شوې نجلۍ - ارشیف

نېږدې زر ورځې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان، "UN WOMEN "وايي چې افغانستان د هغو میلیونونو افغان نجونو لپاره د هيلو په هديره بدل شوى چې له ښوونځي څخه بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ، په خپله ایکس پاڼه کې د معلوماتو ، ارتباطاتو او ټېکنالوژۍ په برخه کې د نجونو د رهبرۍ په تړاو يو پوسټ کې زیاته کړې چې نه به افغان نجونې او نه هم موږ په دې برخه کې له مبارزې لاس واخلو.

دغې ادارې ټینګار کړى چې د زده کړو د حق د تر لاسه کولو مبارزه کې د افغانو نجونو تر څنګ ولاړ دي.

شاوخوا درې کاله مخکې کله چې طالبان بیاځلي په افغانستان کې واک ته ورسېدل له شپږم ټولګي څخه پورته يې د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې وتړلې چې په کوردننه او بهر د پراخو غبرګونونو سره سره د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه بېرته نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې يو شمير هغه نجونې چې له ښونځيو بې برخي دي ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې هيله لري د ښونځيو دروازې یې بېرته پر مخه پرانيستل شي.

د کابل ولايت اوسېدونکې او د اتم ټولګي زدکونکې چې د طالبانو حکومت د بنديزونو له امله نه ده توانېدلې زدکړو ته دوام ورکړي او د امنيتي ستونزو له امله د نوم له څرګندولو ډډه کوي وايي:

" ما غوښتل چې په راتلونکي کې ډېره پياوړې ډاکټره شم خو له بده مرغه تر اوسه د ښوونځيو برخليک نه دى معالوم درې کاله شول چې ښوونځي بند دي او د علم زدکړه خو د مونږ شرعي حق دى او دا حق خداب پاک را کړى دا حالت به تر څه وخته دوام وکړي؟"

يوه بله له زده کړو پاتې زده کونکې کبرا هم ورته غوښتنه لري:

" له اسلامي امارت نه مو غوښتنه ده چې نور مونږ خسته شوي يو نور نه غواړو چې په کور کې پاتې شو او اسلامي امارت هم دا بايد و مني چې نشي کولى مونږ له خپلو انساني او اسلامي حقونو منع کړي"

د یادونې ده چې طالبانو نجونې یوازې له منځنیو زده کړو نه دي راګرځولي؛ بلکې پوهنتونونو ته له تګ یې هم منع کړي، په ډېرو دولتي او نا دولتي ادارو کې یې کار ته نه پرېږدي، پارکـونو اوورزشي لوبغالو ته په تګ یې بندیز لګولی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولی.

که څه هم طالبانو په وار وار ادعا کړې چې دوی د شریعت په چوکات کې د ښځو حقونه تامین کړي خو دا ادعا افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG