د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

امریکا اسراییل ته د زورور بمونو لېږد درولی


په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

امریکا اسراییل ته د هغو زورور بمونو لېږد درولی دی چې ممکن دغه هېواد یې په یوه بشپړه جګړه کې وکاروي.

امریکا داسې مهال اسراییل ته د زورورو بمونو د یوې بستې لېږدول ځنډولي چې اسراییل د غزې په جنوبي ښار رفح کې د لوی برید ګواښ کړی دی.

په رفح کې د اسراییلو د عملیاتو له پيل وروسته چې "محدود" ګڼل شوي، متحده ایالتونو او لوېدیځو هېوادونو خبرداری ورکړ چې پر رفح بشپړ برید به بشري ناروین رامنځته کړي.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د امریکا د یوه لوړپوړي چارواکي په حواله ویلي چې د جوبایډن ادارې تېره اونۍ اسراییلو ته د رفح احتمالي برید ته په ښکاره غبرګون کې د وسلو لېږد ودراوه.

سپینې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې ویلي، واشنګټن په رفح کې د وسلو د لېږد بهیر په دقیقه توګه څېړلی او دوی وېره لري چې اسراییل ممکن د امریکا له دغو بمونو د رفح په عملیاتو کې کار واخلي.

د بمونو په دغې بسته کې چې امریکا یې اسراییل ته لېږد درولی دی، اتلس سوه نهه سوه کیلویي او ۱۷۰۰ دوه سوه او پنځه ویشت کیلویي ماینونه شامل دي.

له کله چې په تېره اکټوبر میاشته کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي جګړه پیل شوې، دا لومړی ځل دی چې امریکا اسراییل ته چې د حماس په وړاندې جګړه کې يې د اوسپنیز ملاتړ ډاډ ورکړی و، پوځي مرستې بندوي.

رویټرز اژانس د یوه لوړپوړوی اسراییلي په حواله چې د دغه راپور له تاییدولو یې ډډه کړې ویلي، که دوی په تشو لاسونو هم جګړه وکړي، هغه څه به ترلاسه کړي چې غواړي یې.

اسراییل له څو میاشتو ګواښونو وروسته د تېرې دوشنبې په ماښام پر رفح عملیات پيل کړل، د غزې هغه ښار چې شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو له جګړې پنا وروړې ده.

اسراییلي ځواکونه په رفح کې هغې سرحدي سیمې ته رسېدلي چې له مصر سره نږدې پرته ده.
اسراییلي ځواکونه په رفح کې هغې سرحدي سیمې ته رسېدلي چې له مصر سره نږدې پرته ده.

اسراییل دغه ښار د حماس وروستی مورچل ګڼي او وایي، احتمال شته چې لسګونه اسراییلي برمته شوي کسان به هم په دغه ښار کې ساتل کېږي.

اسراییلي پوځیانو د سه شنبې په ماښام د مصر او غزې ترمنځ مهمه سرحدي لاره د رفح په سیمه کې ونیوله چې ورسره غزې ته د مرستو دغه حیاتي لاره هم بنده شوه.

د رفح ښاروال احمد الصوفي ویلي چې د دغه ښار سړکونه او کوڅې د وژل شویو کسانو په ویر، د ویجاړو شویو کورونو پر پاته شونو او د کورنیو په پاشل کېدو ډکې دي او په خبره یې دوی د بې ساري بشري ناورین په څنډه کې ولاړ دي.

د اسراییل پوځ بیا نن ویلي چې رفح کې یې د حماس ځینې تاسیسات کشف کړي او سرتېرو یې د دوی په خبره هدفي بریدونه ترسره کړي دي.

په رفح کې له عامو خلکو غوښتل شوي چې شاوخوا شل کیلو متره لرې یوه ځای ته چې اسراییل پراخ شوی بشري زون بولي، پنا یوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG