د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

د کرکټ مینه‌والو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ونمانځله


د کرکټ مینه‌والو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ونمانځله
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:30 0:00

د کرکټ مینه‌والو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ونمانځله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې په لومړي ځل د پاکستان کرکټ لوبډلې ته ماتې وکړه.

په داسې حال کې چې افغانستان د بري لپاره یوې منډې ته اړتیا لرله افغان لوبډلمشر حشمت الله د لوبې د ۴۹ ام اور په وروستي توپ څلوریزه ووهله او په دې سره یې د پاکستان په وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره تاريخي بری خپل کړ.

دا د کرکټ په روان نړیوال پنځوس اوریزه جام کې د افغانستان پنځمه لوبه وه.

افغان لوبډلې له دې وړاندې درې لوبې بایللي او یوه یې ګټلې ده.

د پاکستان په وړاندې تر بریا وروسته افغان لوبډلمشر حشمت‌الله شهيدي په يوه ويډيويي پېغام کې چې کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه خپور کړی وويل: "د نننۍ سترې بريا مبارکي تاسو ټولو ته وايم. الله ج دې وکړي چې خوند مو ترې اخيستی وي. موږ به ډېره هڅه کوو چې راتلونکو لوبو کې هم تاسو ته دغه ډول خوشالي درکړو."

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي۴۸ منډو هم افغان لوبډله بریا ته ورسوله چې شهیدي د شاهین افریدي په بال یوه څلوریزه ووهله او افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي۴۸ منډو هم افغان لوبډله بریا ته ورسوله چې شهیدي د شاهین افریدي په بال یوه څلوریزه ووهله او افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه.

د پاکستان پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې تاريخي بری تېره شپه افغانانو د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولايتونو کې په اتڼونو او خوښيو ونمانځه.

د کونړ ولايت اوسېدونکی شېرولي وايي، تېره شپه دغلته ډېر ځوانان بېلابېلو واټونو ته راوتلي وو او د کرکټ بری يې ونمانځه.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بريا په کونړ کې ډېره وستايل شوه او خلک د شپې واټونو ته راوتلي دي، په يو شور او جوش اوازونه کوي، ډېره خوشاله دي."

دغه راز ننګرهار کې هم ګڼ شمېر ځوانان د ښار بېلابېلو برخو ته راوتلي وو او د کرېکټ د بري لپاره يې شپه روڼه کړه.

له ډلې يې شفق مومند ازادي راډيو سره د خپلې خوشالۍ احساسات داسې شريک کړل: "د کرکټ په بري سره د ټولو افغانانو په څېرو د خوشالۍ احساسات ښکاري، نن له ډېرې خوشالۍ زموږ له سترګو اوښکې بهېږي، موږ ډېر خوشاله يو، د دې خوشالۍ د ويلو لپاره کوم الفاظ نه‌لرو."

خو له ننګرهاره د کرکټ په خوښۍ کې د هوايي ډزو له امله د دوو تنو د ټپي کېدو خبر هم ورکول شوی دی.

دغه راز کابل کې د کرکټ بورډ مخته تېره شپه يو شمېر ځوانان او ماشومان راټول شوي وو او د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د تاريخي بري په خوشالۍ کې د 'ژوندی دې وي افغانستان' شعارونه ورکول.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو د رياست الوزرا په ګډون ګڼو لوړپوړو طالب چارواکو پر خپلو ايکسپاڼو د کرېکټ د بري مبارکۍ ورکړي، خو ترڅنګ يې پر ټولنيزو شبکو ځينې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کارکوونکو په کابل او بېلابېلو ولايتونو کې د کرکټ د بري په خوشالۍ کې د اتڼونو او ځوانانو د خوښيو مخه هم نيولې او هغوی سره تاوتريخوالی کوي.

د کرکټ په ۲۰۲۳م نړيوال جام کې دا د افغانستان دويم تاريخی بری و چې په‌دې سره يې په ملي او نړيواله کچه د کرکټ پوهان حيران کړي او د افغانستان پر کرکټ ملي لوبډله تبصرې کوي.

د کرکټ پر چارو کتونکی او مبصر شفيق ستانکزي ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د وروستيو دوه بريو يو لامل ښه توپ اچونه ده.

هغه وايي: "افغان لوبډله له منظم پلان سره ډګر ته ښکته شوې وه، څلور سپېنران 'ورو توپ اچونکي' يې ځان سره لرل، خو کومه بهترينه توپوهنه چې رحمن‌الله ګربز او ابراهيم ځدران وکړله زما په اند، دا د دوی له بهترينو توپوهنو څخه وه. په‌دې بريا سره نيمه پايلوبې ته د افغان لوبډلې تګ چانس هم ښه روښانه شو."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ پرونۍ لوبه کې پاکستان د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه چې په ۵۰ارونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۲۸۳منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې وکولی شول چې ياد هدف په ۴۹اورنو کې په اته وېکټو پوره کړ.

افغان توپوهونکو ابراهيم ځدران ۸۷، رحمت‌شاه ۷۷، رحمن‌الله ګربز ۶۵ او حشمت‌الله شهيدي ۴۸ منډې وکړې.

د ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز اوږدې ملګرتیا او ډېرو منډو افغان لوبډله بریا ته ورسوله.
د ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز اوږدې ملګرتیا او ډېرو منډو افغان لوبډله بریا ته ورسوله.

دغه راز په‌دې لوبه کې افغان توپ‌ اچونکي هم وځلېدل چې په‌کې ورو توپ اچونکي نوراحمد لکڼوال درې، نوين‌الحق دوه، محمد نبي يو او عظمت الله عمرزي يو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان تر دې دمه د کرکټ په روان نړيوال جام کې پنځه لوبې کړي چې د بنګله‌دېش، هند او نيوزيلنډ پر وړاندې يې خپلې لوبې وبايللې، خو له انګلستان او پاکستان يې وګټلې.

د افغانستان شپږمه لوبه له سريلانکا سره ده چې د اکټوبر په دېرشمه به پونې کې يو له بل سره مخامخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG