د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان په لومړي ځل پاکستان ته ماتې ورکړه


د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ملګرتیا افغان لوبډله بریا ته ورسوله.
د رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ملګرتیا افغان لوبډله بریا ته ورسوله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام پر مهال له پاکستانه لوبه وګټله.

افغانستان تر دې مخکې په اوو یو ورځنیو لوبو کې له پاکستان ماته خوړلې وه، خو د دوشنبې ناوخته یعنې اتمې لوبې هر څه بدل کړل.

افغان لوبغاړي بلاخره وتوانېدل چې د کرکټ په یو ورځنیو لوبو کې پاکستان مات کړي.

د هند په کوربه توب په روان نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان لوبه د چینای په سټډیوم کې وشوه چې پاکستان په لومړي بېټېنګ یا توپ اچونې سره ۲۸۳ منډې هدف وټاکه.

پاکستاني ټیم دا هدف د اوه لوبغاړو په سوځېدو جوړ کړی و.

د پاکستان لپاره عبدالله شفیق ۵۸، لوبډلمشر بابر اعظم ۷۴ او افتخار احمد او شاداب خان څلوېښت څلوېښت چټکې منډې وکړې.

د افغانستان لپاره ځوان ورو توپ اچوونکي نور احمد درې، نوین الحق دوه او محمد نبي او عظمت الله یوه یوه وېکټه واخیسته.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم وتوانېد، چې د پاکستان له خوا ورکړل شوی د ۲۸۳ منډو هدف یواځې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړي.

د لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ شو چې ۸۷ منډې یې جوړې کړې وې.

ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ابراهیم ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هغه وویل: "ډېر وخت ما او ګربز ښې لوبې سره کړي. دا اول وار نه وو. موږ سره ډېر کرکټ کړی ان له شپاړس کلنو ټيم سره یوځای یو او ښه له یو بل سره د لوبې پر مهال خبرې کوو. که ګربز له خوا هم ښه پيل نه وای شوی نو ښايي ماته هم د پاکستاني بالرانو له خوا مشکل جوړېده مګر ګربز د ما ښه ملاتړ وکړ او موږ دواړو ښه لوبه وکړو او ټيم ته یو ښه بنسټ کېښود."

د افغانستان او پاکستان لوبې تل له ورزش ور هاخوا د دواړو هېوادونو خلکو ته مهمې بلل شوي او د خبرونو سرټکي جوړوي.

افغان لوبغاړو داسې وخت د پاکستان ټيم ماته ورکړه چې د پاکستان چارواکو هلته مېشتو شاوخوا یو میلیون او اوه لکه کډوالو ته مهلت ورکړی چې د همدې میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي که نه په زور یې باسي.

ابراهیم ځدراڼ د لوبې د غوره لوبغاړي اوارډ همدغو افغان کډوالو ته ډالۍ کړ چې پاکستان یې له خپلې خاورې باسي.

هغه وویل: "زه ډېر ښه احساس لرم. د ځان او د خپل هېواد لپاره. زه غواړم دا اوارډ هغو خلکو ته ډالۍ کړم چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد افغانستان ته استول کېږي."

د افغانستان لپاره په بېټېنګ کې ابراهیم ځدراڼ ۸۷، رحمن الله ګربز ۶۵ منډې وکړې او د دوی دواړو له اوټېدو وروسته رحمت شاه او حشمت الله شهیدي یوه بله اوږده ملګرتیا جوړه کړه.

رحمت شاه ۷۷ او حشمت الله ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او بریا یې خپله کړه.

شهیدي وویل چې دوی له اوله لوبه په کنټرول کې درلوده او هیله من دی چې په همدې توګه روان جام کې نورې لوبې هم وګټي.

افغانستان تر دې دمه په روان نړیوال جام کې پنځه لوبې کړي.

د بنګله دېش او هند په وړاندې یې لومړۍ دوې لوبې وبایللې.

په درېیمه لوبه کې یې د تېر نړیوال جام اتله لوبډله انګلستان ماته کړه.

څلورمه لوبه یې په نیوزیلنډ وبایلله او په پنځمه یوه کې یې پاکستان له مخې لرې کړ.

تمه ده راتلونکې لوبه د اکتوبر دېرشمه د را روانې اوونۍ په دوشنبې ورځ ترسره کړي.

تر هغه وروسته به افغان لوبډله هالنډ، اسټرالیا او جنوبي افریقا سره مخ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG