د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

د افغانستان او پاکستان کرکټ سیالي؛ ټروټ: د دواړو سیالي د احساساتو د پارېدو سبب کېږي


ارشیف: د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور
ارشیف: د افغانستان او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند په چینای لوبغالي کې مخامخ کېږي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي اړیکو کې د ډېرو کلونو ترینګلتیا د دوو خواوو د کرکټ پر سیالیو هم سیوری غوړوي.

په وروستیو کې پاکستان اعلان وکړ چې د روان اکټوبر تر پایه باید ټول بې اسناده افغان کډوال د دغه هېواد له خاورې ووځي چې دا پر افغانستان سخت فشار راوړي.

پاکستان همداراز تور پورې کوي چې د 'ټي ټي پي' وسله وال د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي.

دې ته ورته تورونه له څو لسیزو راهیسې د افغانستان حکومتونو پر پاکستان پورې کړي دي.

له همدې کبله د دوو هېوادونو د کرکټ کابو ټولې مسابقې تر سخت فشار لاندې شوي دي.

د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان له سیالۍ وروسته، چې پاکستان په ۳ ویکټونو وګټله، د دواړو خواوو د نندارچیانو ترمنځ په لوبغالي او له لوبغالي دباندې شخړه وشوه.

ارشیف: راشدخان د پاکستان لوبډلې پر خلاف توپ اچونه کوي
ارشیف: راشدخان د پاکستان لوبډلې پر خلاف توپ اچونه کوي

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی جناټن ټروټ وايي، د دوو خواوو ترمنځ سخته سیالي د احساساتو د پارېدو سبب کېږي.

ده فرانس پرېس اژانس ته همداراز وویل، دوی له یو بل سره خورا برابره سیالي کوي او هیله لري چې نننۍ سیالي به هم له هیجانه ډکه وي او د ده ټیم به یې وګټي.

د افغانستان د لوبډلې روزونکي په عین حال کې هیله لري چې دواړه ټیمونه یوبل ته د درناوي ترڅنګ د ګټلو هڅه وکړي.

فرانس پرېس د راپورونو پر اساس وايي چې پاکستاني لوبغاړي د افغانستان له ورو یا سپین باولرانو بېره لري.

خو تروټ وايي چې پاکستان هم ښه سپینران لري.

د افغانستان درې ورو باولران، راشدخان، محمد نبي او مجیب الرحمان هماغسي چې په ۶۹ توپونو یې د انګلستان په ماتې کې رول ولوباوه، د پاکستان لپاره هم خطرناک ګڼل کېږي.

البته له انګلستان سره د افغانستان مسابقه د ډیلي په لوبغالي کې وه.

ارشیف: د افغانستان او پاکستان د تېرو سیالیو یو انځور. مجیب ځدراڼ په کې ډېرې منډې کړې وې.
ارشیف: د افغانستان او پاکستان د تېرو سیالیو یو انځور. مجیب ځدراڼ په کې ډېرې منډې کړې وې.

د لوبو میدانونه له یوبل سره توپیر لري، ځینې د ورو باولرانو لپاره ښه وي، خو ځینې بیا د تېزو هغو لپاره.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویندوی نسیم سادات وايي چې افغان لوبغاړي د چینای له هوا او میدان سره ښه بلد شوي دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی اجراییه ريیس شفیق ستانکزی باور لري چې د چینای لوبغالی په نورمال ډول د ویکټ لپاره ښه دی. دی په عین حال کې وايي، که افغان لوبډلې پچه وګټله او لومړی بېټېنګ یې غوره کړ، په هغه صورت کې اتیا سلنه د لوبې د ګټلو چانس لري چې ۲۵۰ پلس منډې وکړي.

ده زیاته کړه: "او که چېرې دوهم بېیټېنګ کوو، باید سیاله لوبډله په ۲۲۰ منډو کې ودروو."

د افغانستان د ټیم بریتانیايي روزونکی ټروټ وايي، یوازې د سپینرانو یا ورو باولرانو نه بلکې د هر لوبغاړي دنده ده چې ښه ولوبېږي.

افغانستان له پاکستان سره ۷ رسمي یو ورځینۍ مسابقې کړي چې ټولې پاکستان ګټلي، خو په وروستي ځل یې پاکستان ته په شل اوره سیالیو کې ماته ورکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG