د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

د کرکټ نړیوال جام؛ شهیدي: افغان لوبغاړي د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبې ته چمتو دي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې خپله څلورمه لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کوي.

د هند د چینای ښار د کرکټ سټډيوم د افغانستان او نیوزیلنډ کوربه دی.

د افغان ټيم لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي سه شنبه ناوخته په چینای کې یوه کنفرانس ته وویل چې لوبغاړي د انګلستان په ماتولو له لوړ مورال برخمن دي او د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبې ته پوره چمتو دي.

شهیدي زیاته کړه: "موږ باور درلود او لا هم باور لرو لکه تر اوسه پورې زموږ درې لوبې شوي او شپږ لوبې پاتې دي. له هر چا سره چې زموږ لوبه وي انشاالله کوښښ کوو چې میدان ته د ګټې په نیت ورښکته شو. د چینای د میدان په اړه چې موږ څومره معلومات لرو او دوه کاله مخکې موږ دلته کمپ درلود او میچونه مو کړي دغه میدان تر ډېره د ورو/سپين بالرانو لپاره مساعد دی. د دې راروانې لوبې لپاره هم موږ تمه لرو چې میدان سپینرانو ته اماده وي تر څو زموږ ګټه په کې زیاته وي."

افغانستان په روان نړیوال جام کې تر دې دمه درې لوبې کړي.

لومړۍ دوه یې په بنګله‌دېش او هندوستان وبایللې، خو په درېیمه یوه کې یې د تېر نړیوال جام انګلستان لوبډله په یوه تاریخي لوبه کې ماته کړه.

له انګلستان سره په لوبه کې نه یواځې افغان توپوهونکو ښې لوبې وکړې بلکې په دفاع کې افغان ورو توپ اچوونکو مجیب‌الرحمن، راشدخان او محمد نبي د انګلستان ټيم را ایسار کړ او ټوله لوبډله یې په ۲۱۵ منډو وسوځوله حال دا چې افغان لوبډلې ۲۸۵ هدف ورکړی وو.

د نیوزیلنډ د ټیم مرستیال کپټان ټام‌لیټام هم په خبري کنفرانس کې د افغان باولرانو وړتیاوې وستایلې، خو ویې ویل چې د دوی ټيم له پوره پلان سره لوبه کوي.

هغه وویل: "افغانستان په خپل ټیم کې یو شمېر فوق العاده بالران لري نه یواځې سپينران بلکې چټک بالران هم په کې ښه دي. هغوی به موږ ته چلنج وي، خو زموږ چمتووالی شته. له هغو هلکانو سره مو خبرې هم کړي چې له افغان بالرانو سره یې په آی پي ایل کې لوبې کړي او کوښښ مو کړی څومره چې ممکنه وي د هغوی په اړه معلومات ترې واخلو."

د افغان لوبډلې لوبغاړي
د افغان لوبډلې لوبغاړي

نیوزیلنډ د نړۍ له مخکښو کرکټ لوبډلو ده او تېر نړیوال جام کې یې دویم مقام خپل کړی و.

دا وار یې په روان نړیوال جام کې خپلې درې واړه د سر لوبې له انګلستان، هالنډ او بنګله‌دېش ګټلي او په شپږو نومرو تر هند وروسته په دویم ځای کې دی.

افغانستان او نیوزیلنډ تر دې دمه یواځې دوه واره په یو ورځنیو لوبو هغه هم د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کال په نړیوالو جامونو کې سره مخ شوي.

په هغو دواړو لوبو کې افغان لوبډلې په لوړ توپیر سیالۍ بایللي، خو دا وار د کرکټ مبصرین افغان لوبډله متفاوته بولي چې کولای شي د لویو ټیمونو لپاره سرخوږی جوړ کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG