د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

د ښځو پر سپورټ د طالبانو د بندیزونو دوام؛ حریر: دا ظالمانه بندیزونه باید لرې شي


حریر دمګړی د سویډن د کرکټ په ښځینه لوبډله کې لوبېږي.
حریر دمګړی د سویډن د کرکټ په ښځینه لوبډله کې لوبېږي.

سره له دې چې طالبانو په افغانستان کې ښځې له هر ډول سپورټ څخه منع کړي، یوه افغان لوبغاړې وايي، هیله لري چې یوه ورځ د افغانستان لپاره ولوبېږي.

حریر چمتو چې اوسمهال د سويډن د کرکټ په ښځينه ملي لوبډله کې لوبېږي، په افغانستان کې په ښځو لګول شوي بندیزونه ظالمانه بولي او د لرې کېدو غوښتنه یې کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړو غړو لپاره یو شرط د ښځینه کرکټ لوبډلې درلودل دي، خو طالب چارواکو تېر کال د کرکټ نړیوالې شورا له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د ښځو د کرکټ لوبډلې په اړه به په راتلونکې کې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې پرېکړه وشي.

په دې اړه نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ چې د حریر په غږ پیلېږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG