د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

افغانستان کې د تنفسي ناروغیو زیاتوالی؛ ډبلیو‌ایچ‌او: په تېره جنورۍ کې ترې ۳۸۳ افغانان مړه شوي


ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون دننه انځور
ارشیف: په افغانستان کې د یوه روغتون دننه انځور

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په ځانګړي توګه د جنورۍ د مياشت په درېیمه او څلورمه اوونۍ کې د حادو یا شدیدو تنفسي ناروغيو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان په وینا، په دې دوو اونیو کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ نږدې ۸۴زره پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په ۱۱مخیز راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې په افغانستان کې د شدیدې تنفسي ناروغیو ۱۶۰۷۵۶ پېښې ثبت شوي چې له امله یې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۳۸۳ کسان ترې مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ناروغیو د ثبت شویو احصائیو اوسنی اوسط له ۲۰۲۰م تر ۲۰۲۲م کلونو د ورته مودې په پرتله لوړ دی.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دغو ناروغانو کې ۶۲،۹ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او په ټوله کې ۴۹،۳ سلنه ناروغان ښځې او نجونې دي.

د هرات ولایت اوسېدونکې مريم چې په دې ناروغۍ اخته شوې، ازادي راډيو ته یې وویل: " ساه مې بندېږي، زه نه‌شم کولی ازادې هوا ته لاړه شم ځکه چې زه ډېره په تکليفېږم ډاکتر ته لاړم، ډاکتر ماته درمل راکړل او ویې ویل چې ستا په سږو کې ستونزه ده."

د داخلي درملو د څانګې متخصصه ډاکتره نسیمه رحیمي وايي، د حادې یا شديدې تنفسي ناروغۍ ناروغانو ته باید د اړینو درملو د اخيستلو ترڅنګ مناسبه تغذیه هم ورکړل شي.

هغې وویل: "تبه، د پوزې بهېدل، وچ ټوخی، بې‌وزلي او لړزېدل هغه نښې دي چې د سړې هوا په خاطر ډېر زیات شوي، نږدې ۹۰ سلنه خلک پرې اخته شوي، ځکه دا یوه داسې ناروغي ده چې انتان او ویروس دواړه په‌کې مداخله لري. خواړه په سمه توګه تعقیب شي. موږ باید د میکروب او تبې ضد درمل په سمه توګه استفاده کړو."

ارشیف: په کابل کې ککړې هوا یو انځور
ارشیف: په کابل کې ککړې هوا یو انځور

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم څو ځلې نړیوالو سازمانونو اعلان کړی چې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي ښه اقتصادي وضعیت نه لري او کافي خواړه نه رسېږي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارت څخه د دغو ناروغانو د شمېر او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه وپوښتي، خو د دغه وزارت ویاند شرف زمان د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې به په ۲۰۲۳ کال کې د حادو یا شدیدو تنفسي ناروغیو ثبت شويو پېښو شمېر له یو میلیون او ۳۸۴ څخه ډېر دی چې ۶۱،۵ سلنه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، سږ کال په ټول افغانستان کې ۲زره ۷۹۸ کسان د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم څو ورځې وړاندې ویلي وو، دا مهال ۹،۵ میلیونه افغانان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG