د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د بې‌کارۍ زیاتوالی؛ په هرو لسو ایرانیانو کې شپږ یې کار نه لري


په تهران کې د یوه بازار څنډه
په تهران کې د یوه بازار څنډه

په ایران کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې ده.

داسې مهال چې په ایران کې له حکومت څخه د خلکو د نارضایتۍ کچه لوړه شوې د دې هېواد د کار په وزارت کې د سوداګرۍ او کار د پلان جوړولو د ادارې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په هرو لسو ایرانیانو کې شپږ تنه یا وزګار دي یا د کار په لټه کې دي.

د دې ادارې مشر قاسم رستمپور تسنیم خبري آژانس ته ویلي چې د هېواد د وګړو ۵۸،۵ سلنه غیرفعال ګڼل کېږي.

غیرفعال هغو خلکو ته ویل کېږي چې عمر یې له ۱۵ کلونو لوړ وي، خو نه دندې لري او نه ورپسې ګرځي.

د کارپوهانو په وینا، دا ښيي چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د پېغلې مهسا امیني تر مړینې وروسته چې د ټول ایران په کچه د خلکو پراخ اعتراضونه وځپل شول له رژیم سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې ده.

دا ارقام د ولسمشر ابراهیم رییسي د حکومت له هغې ادعا سره هم ښکاره تناقض لري چې ویلي یې وو، د بې روزګارۍ کچه یې ۷،۶ سلنه کمه کړې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران د احصایيې د ادارې ارقام ښيي چې د بې روزګارۍ د کمېدو علت د دې هېواد د غیرفعالو وګړو زیاتېدل دي نه د کاري فرصتونو د برابرولو لپاره د حکومت د پروګرامونو له لارې د دندو زیاتېدل.

د دې ارقامو له مخې په ایران کې په تېرو پنځو کلونو کې د فعالو خلکو یعنې د هغو کسانو په شمېر کې چې یا دندې لري او یا د دندو لټون کوي، ۵۲۰ زره تنه زیاتوالی راغلی.

د ورکړل شویو ارقامو له مخې د دې معنا دا ده چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې نژدې درې نیم میلیون کسانو د کار لټه پریښې ده او د غیرفعالو وګړو پر ډله ورزیات شوي دي.

د حکومت له خوا د بې روزګاره خلکو کچه د هېواد د فعالو وګړو په مقابل کې د وزګارو خلکو د تناسب په اساس سنجول کېږي چې په دې ډول یوه لویه ډله هغه ایرانیان له دندو بې برخې شوي چې د کار په عمر کې دي.

د ایران د پارلمان تحقیقاتي مرکز په بشري ځواک، په تېره بیا په ځوان نسل کې د غیرفعالو خلکو د شمېر د زیاتېدلو په اړه خبرداری ورکړی.

دې مرکز ویلي چې په ایران کې د بې روزګارۍ کچه تر هغو ارقامو چې حکومت یې خپروي شاوخوا دوه نیم ځلې لوړه ده.

د تېر یوه کال په ترڅ کې ایرانیانو د ژوند د معیارونو د سختېدو، د تنخواګانو د کمېدو او د دولتي ملاتړ د نه شتون په غبرګون کې څو ځلې اعتراضونه وکړل.

پر دې سربېره داسې مهال چې د ایران خلکو د فردي آزادیو د محدودېدو پر ضد او د ښځو د حقونو په پلوي څوځلې اعتراضونه وکړل د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د پولیسو په توقیف کې د بدحجابۍ په تور د مهسا امیني مړینې د خلکو دا نارضایتي نوره هم زیاتې کړې ده.

XS
SM
MD
LG