د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

طالبان: د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې چارې پیلېږي


پنجشېر سیند - ارشیف
پنجشېر سیند - ارشیف

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، تمه ده په نږدې راتلونکې کې د پنجشېر له سېنده کابل ته د اوبو د لېږد پروژې چارې پیل شي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر اژانس د یک‌شنبې په ورځ په یوه راپور کې د اوبو او برېښنا وزارت د سروې او ډیزاین د رییس محمد عارف له قوله ولیکل، د دې پرژوې د سروې چارې به ژر بشپړې شي.

په دې راپور کې راغلي و، د دې ۱۲۰ کیلومټر پروژې د عملي کېدو په پایله کې به د پنجشېر د مرکز بازارک له سیمې د کابل تر تره‌خېل پورې د څښاک اوبو ستونزه تر یوه حده حل شي او په کابل کې به نږدې دوه میلیون وګړو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

مومند پرته له دې چې د دې پروژې د لګښت په اړه معلومات ورکړي زیاته کړې چې دوی په دې اړه د طالبانو حکومت د مالیې وزارت او پانګه‌والو څخه د لګښت د برابرېدو غوښتنه کړې.

د دې راپور پر بنسټ، یو ترکي شرکت "اس کی ام" کابل ته له پنجشېره د اوبو د لېږد پروژې کې ونډه لري او د دوکتور فرساد په نوم شخص چې د دې شرکت استازی پېژندل شوی په دې برخه کې د پام وړ پانګه‌ونې خبره کړې.

باختر اژانس همدا ډول په دې اړه په پنجشېر کې هم د یوې غونډې د کېدو خبر ورکړی چې په کې د دې ولایت والي محمداقا حیکم کابل ته د دې اوبو د لېږد په اړه ډاډ ورکړی دی.

د کابل په ډېرو برخو کې خلک د څښاک اوبو له کموالي سره مخ دي
د کابل په ډېرو برخو کې خلک د څښاک اوبو له کموالي سره مخ دي

دا ناسته د تېرې اوونۍ په وروستیو کې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې کابل مېشتي بیا د اوبو له کموالي شکایت کوي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي حامد او نجیب‌الله وایي:

"په خیرخانه او ټول کابل کې یوازې څو سیمې دي چې شاید اوبه ورته رسېږي. له بده مرغه موږ ته اوبه نه را رسېږي. ډېرو ستونزو سره مخ یوو. کله چې جومات ته اوبو پسې ځوو، هلته اجازه نه‌ راکوي؛ بیا ګاونډیانو کره ولاړ شوو. په کابل ښار کې اوبه ښکته تللي. موږ په اوبو پسې کوڅه په کوڅه او جومات په جومات سرګردانه ګرځوو. "

"وروستیو کې د کابل په لویدیځ کې اوبه تر لسو ورځو نه راځي، اصلا اوبه نه‌شته. له بده مرغه د دې وضعیت دوام ډېر خطرناک دی او خلکو ته ستونزې جوړوي. هیله‌مند یم چې مسوولین دې برخې ته ډېر پام وکړي. "

د کابل د قرغې بند پروژه هم د اوبو یوه ښه زېرمه ده چې کارپوهان ترې په کار اخیستو ټینګار کوي.
د کابل د قرغې بند پروژه هم د اوبو یوه ښه زېرمه ده چې کارپوهان ترې په کار اخیستو ټینګار کوي.

بل‌خوا د اوبو د برخې کارپوه نجیب‌الله سدید په وروستۍ لسیزه کې په کابل کې د اوبو کموالي ته په اشارې که څه هم د پنجشېر د سیند اوبه موسمي او کله کله هم رسوبي بولي وايي، دا پروژه کولای شي د کابل ښار یوې برخې ته د اوبو په رسولو کې ګټوره وي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، د کابل له ۵ میلیونه ډېرو وګړو ته په پام سره باید په یوه وخت کې د اوبو رسونې څو سرچینو ته پام وشي.

"یوازې یوه سرچینه نه‌شي کولای کابلیانو ته اوبه چمتو کړي، نورې سرچینې هم باید ولټول شي. د شاتوت په بند باید کار وشي، د قرغې بند پراختیا باید یوه پروژه وي، له لوګر څخه ۲۳زره کورنیو ته د اوبو د برابرولو نیمګړي پروژه باید بشپړه شي. د کابل د شمال د یوې برخې لپاره اوبه د شاه و عروس له بنده برابرېدای شي. "

د ویلو ده چې کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږدونې طرحه د مخکني جمهوري حکومت له‌خوا جوړه شوې وه.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان حکومت هغه مهال ویلي و چې کابل ښار ته د اوبو رسونې لپاره د شاه و عروس بند، قرغې بند او د پنجشېر په سیند کار کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG