د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

کابل کې د افغانستان-قزاقستان نندارتون؛ ښځینه سوداګرې: په نندارتون کې د ښځو شمېر محدود دی


د افغانستان-قزاقستان ګډ سوداګریز نندارتون یو انځور
د افغانستان-قزاقستان ګډ سوداګریز نندارتون یو انځور

کابل د پنجشنبې په ورځ د افغان-قزاقستان د ګډ نندارتون کوربه و.

د افغان- قزاق نندارتون د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر طالب او قزاقستاني چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یوې پرانیستونکې غونډې په ترڅ کې وویل چې دغه نندارتون د افغانستان او قزاقستان د لومړي نندارتون په دوام چې د یاد هېواد په استانه ښار کې جوړ شوی و، پرانیستل شو.

په دغه نندارتون کې، چې د کابل په حضوري چمن کې جوړ شوی د افغانستان او قزاقستان کورني تولیدات په ۸۰ غرفو کې د دوو ورځو لپاره نندارې ته ایښودل شوي چې ۴۰ یې د افغان او ۴۰ هم د قزاقي سوداګرو دي.

د قزاقستان او طالب چارواکو ګډ انځور چې له جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه کوي.
د قزاقستان او طالب چارواکو ګډ انځور چې له جوړ شوي نندارتون څخه لیدنه کوي.

یو شمېر افغان سوداګر که څه هم د دې ډول نندارتونونو جوړول د دوی د سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهم بولي، خو وايي چې دا باید په دایمي ډول او هر کال ترسره شي.

نصیر رښتیا د دغه نندارتون یو ګډونوال ازادي راډيو ته وویل: "که موږ وشو کولای د نندارتونونو یو دایمي مرکز لږ تر لږه د افغانستان په څلور زونونو کې ولرو او دا نندارتونونه هر کال په بېلابېلو مناسبتونو ترسره شي نو کولای شي له خلکو او تولیدوونکو سره مرسته وکړي چې یوبل سره په مستقیم ډول مخامخ شي او خپل محصولات او خدمتونه معرفي کړي. زما په اند دا به ډېر ښه شي. یو له سترو ننګونو دا ده چې خلک تر اوسه نه دي توانېدلي چې خپلو محصولاتو او تولیداتو سره اشنا شي."

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ښځینه سوداګرې په دغه نندارتون کې دوی ته له ورکړل شویو محدود شمېر غرفو له امله شکایت کوي.

د دیګ د مصالې یوې سوداګرې او د دغه نندارتون یوې ګډونوالې بنفشه احمدي ازادي راډيو ته وویل: "د ښځو شمېر محدود دی، نورو ښځو ته چانس نه شته، نارینه‌وو ډیر ګډون کړی دی. باید د نارینه‌وو په شمېر ښځو ته هم د ګډون حق ورکړل شوی و."

بل‌خوا یو شمېر سوداګرې مېرمنې نیوکه کوي چې دوی له دغه نندارتون څخه بې خبرې وې او ورته نه دي ویل شوې چې ګډون وکړي او خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د لاسي صنایعو تولیدوونکې سکینه احمدي وايي: "له دغه نندارتون څخه چې جوړ شوی مونږ هېڅ خبر نه یوو. مونږ دغسې نندارتونونو سره ډېره علاقه لرو، څو وارې مو ګډون هم کړی او ګټې یې هم درلودې. له دغسې نندارتونونو څخه مونږ باید خبر شو څو ګډون وکړو او ښه پلور ولرو."

خو د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نندارتونونو د جوړولو برخې یو مسوول ابوبکر پیمان ازادي راډيو ته وویل چې دوی د دغه نندارتون له پرانیستلو مخکې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې په دې اړه خبر ورکړی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې اجرائیوي مدیرې صدف غوثي ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارتون کې افغان ښځينه سوداګرو ته ۱۲ او قزاقي ښځينه سوداګرو اوه غرفې ورکړل شوې دي.

د دغه نندارتون په پرانیسته غونډه کې د طالبانو حکومت چارواکو د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو د حضور د زیاتوالي ادعا کړې ده.

همدا شان د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د وینا پر مهال په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر
د طالبانو حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر

د افغانستان د نړيوالو نندارتونونو مرکز د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د قطر، عمان، ايران، ترکيې، قزاقستان، ترکمنستان په څېر هېوادونو سره د افغانستان د محصولاتو نږدې لس ګډ نندارتونونه جوړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به په ازبکستان او ایران کې نور ګډ نندارتونونه هم جوړ شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG