د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

طالبانو پروان کې بوشکه‌يي ماینونه نندارې ته ایښي؛ افغانانو پرې غبرګونونه ښودلي


په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلی سړک
په غازي اباد او اسمار ولسوالیو کې د ناړۍ او اسعداباد ترمنځ غځېدلی سړک

په پروان ولایت کې د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو په یوه نندارتون کې د طالبانو په لاس د جوړو شویو بوشکه‌یي ماينونو نندارې ته ایښودل د خلکو له غبرګونونو او نيوکو سره مخ شوي دي.

په پروان ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو د کرنیزو لو سوداګریزو محصولاتو په یوه نندارتون کې له چاودېدونکو توکو ډکې هغه بوشکې نندارې ته وړاندې کړي چې د پخواني جمهوریت له امنیتي ځواکونو سره یې په شل کلنه جګړه کې کارولې.

یو شمېر سوداګر وايي، د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو نندارتونونه د ماینونو او چاودېدونکو توکو د نندارې لپاره مناسب ځای نه دی.

د سوداګرو د اتحادیې عمومي رییس باز محمد غیرت ازادي راډيو ته وویل:
"زما په اند دا چې دا یو سوداګریز نندارتون دی او دا يو داسې نندارتون دی چې خلک په‌کې د سوداګرۍ توليد او فابريکو په برخه کې پانګونې ته تشويق کېږي، داسې يو عمل بايد هلته نه و تکرار شوى."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی هم وايي چې دا ډول نندارتونونه د کرنیزو محصولاتو د نندارې ځای دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی

خان جان الکوزی ازادي راډيو ته وويل: "دغه نندارتون يو کرنيز نندارتون و، ښه وه چې د شمال په ځانګړي ډول د کاپيسا، پروان هغه سيمه چې هلته تازه مېوې او سبزيجات ډېر کرل کېږي، نندارې ته ايښودل شوي دا د ستاينې وړ ده، نظامي مسايل زموږ پورې اړه نه لري او له اسلامي امارت څخه باید پوښتنه وشي."

د سه شنبې په ورځ، د اپرېل په ۱۶مه د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې ملي تلوېزیون یو راپور خپور کړ چې په کې د پروان ولایت په یوه سوداګریز نندارتون کې د افغانستان د ملي محصول په توګه د طالبانو په لاس جوړ شويو بوشکه یي ماينونه نندارې ته وړاندې شول.

د دغه ویډیويي راپور په یوه برخه کې د کرنیزو محصولاتو لکه و چې مېوې تر څنګ د دغو ماينونو ځينې بېلګې هم ليدل کېدې.

په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو په افغانستان کې د خپلو جنګی موخو لپاره دغه بوشکه‌یي ماینونه کارولي چې ډېری قربانیان یې د پخواني جمهوریت پوځیان او ملکي وګړي دي.

ازادي راډیو د دغه اقدام د علت په هکله د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت له ویاند عبدالسلام جواد نظر هم وپوښت، خو هغوی د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

په هغه لوحه یا بنر کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلوېزیون په دغه ویډیويي راپور کې لیدل کېږي، لیکل شوي: "د زېړې بوشکې بیه ۵۰ افغانۍ ده، خو تخریب یې ۱۰ میلیونه ډالره دی."

دا جمله ظاهراً د طالبانو هغې ادعا ته اشاره ده چې امریکا او متحدینو یې د طالبانو له لوري په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه او متحدین یې د دوحې د هوکړې پر بنسټ له افغانستانه ووتل.

د پخواني جمهوري نظام د کومانډو ځواکونو يو قوماندان په دې شرط چې نوم يې په راپور کې خپور نه‌شي، وايي چې د طالبان له بيا واک ته رسېدو مخکې دغې ډلې په ژېړۍ ولسوالۍ په خپل لاس په جوړ شويو ماينونو د نوموړي يو شمېر همکاران وژلي او ټپيان کړي دي.

هغه وايي: "زموږ هغه پرسونل چې مرستې ته تللي وو، د طالبانو له‌خوا ورته کمين نيول شوى و او د طالبانو کمين ته برابر شول چې له بده مرغه هلته زموږ څو ورونه شهیدان شول او زموږ درې څلور ورونه د پښو او ملا په خاصه توګه د لاسونو برخو کې ټپیان شول. ځکه دوى په خپلو لاسونو جوړ شوي منفجره توکي په بوتلونو کې ځاى پرځاى کول معدني اوبو په شان بوتل وو له موادو ىې ډکول بيا يې پر دوى غورځول."

ارواپوهه شبنم شهپر هم وايي چې د طالبانو په لاس د جوړ شويو ماینونو نندارې ته ایښودل خلکو ته د چاودنې او ځانمرګو بريدونو ترخې خاطرې وریادوي چې د ډېرو خلکو ژوند یې واخیستى دی.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "په عامه نندارتونونو کې د هر ډول جنګي وسایلو ښودل په کورنیو، ښځو او ماشومانو له رواني پلوه ویجاړونکي او منفي اغېزې لرلی شي، ځکه د جنګي وسایلو لیدل د لیدونکو په ذهن کې یو ډول وېره او ترور رامنځته کوي."

طالبانو تر دې مخکې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د انتګرافي په موزیم کې له چاودېدونکو توکو ډکې ژېړې بوشکې نندارې ته وړاندې کړی وې.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت والي هم د مزارشریف ښار د حضرت علي په زیارت کې دغه په لاس جوړ شوی ماينونه نندارې ته وړاندې کړي وو.

د طالبانو دغه کړنې تر دې وړاندې هم له ګڼو نيوکو په ځانګوې توګه د طالبانو د بريدونو د قربانيانو د خپلوانو له نیوکو سره مخ شوې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG