د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

آی‌ایف‌آرسي: له ژمي وروسته یخې څپې له درې سوه زره ډېر افغانان اغېزمن کړي


وروستیو سېلابونو په ننګرهار کې هم زیانونه اړولي دي.
وروستیو سېلابونو په ننګرهار کې هم زیانونه اړولي دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې نن او سبا د سختو اورښتونو او سیلابونو اټکل شوی د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون یا "آی‌ایف‌آرسي وايي، په افغانستان کې له ژمي وروسته یخې څپې لږ ترلږه په اتلس ولایتونو کې له درې لکه ډېر کسان اغېزمن کړل.

د دغه فدراسیون له لوري په یو راپور کې چې تېره ورځ یې خپور کړی راغلي، دغه شان زرګونه څاروي له منځه تللي چې له امله یې کورنۍ او د هغوی معیشت په پام وړ توګه زیانمن شوی دی.

په راپور کې بدخشان، بادغیس، بلخ، فراه، فاریاب، غور، هرات، جوزجان، کندز، نورستان، ننګرهار، سرپل، ارزګان او زابل هغه ولایتونه یاد شوي چې وروستیو ورښتونو تر نورو ډېر ځپلي دي.

د کندهار، فراه او ارزګان په ګډون ځینو ولایتونو کې سېلابونه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون د روان کال د مارچ میاشتې پېښو د تېر ۲۰۲۳م میلادي کال د جنوري میاشتې د سړې څپې یاد تازه کړ چې له امله یې ګڼ کسان زیانمن شوي وو.

په راپور کې راغلي چې د وروستیو اورښتونو او د سړې څپې له امله په بېلابېلو ولایتونو ۷۰ کسان ووژل شول.

مخکې تر دې د وري په ۲۹مه پېښو ته د رسېدو په چارو د طالبانو د حکومت د دولت وزارت ویاند یې ملا جانان سایق هم رسنیو ته ویلي وو چې د وروستیو اورښتونو له امله لږ ترلږه اویا تنه مړه شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي، خو نوموړي د تازه شمېرو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون په راپور کې ختیځ نورستان تر نورو ډېر زیانمن شوی ولایت بلل شوی ځکه د راپور په ټکو له وروستیو سېلابونو مخکې په کې د غره ښویېدنې په یوه پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول، ۲۰ کورونه ویجاړ شول او لږ ترلږه ۳۵۰ کورنۍ بې ځایه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوه اوونیو کې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوخته او سلګونه کورونه ویجاړ شول.

یو شمېر زیانمن شوي کسان د مرستو غوښتنه کوي.

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ قومي مشر عبدالستار ایوبي ازادي راډيو ته وویل: "کروندې له منځه وړل شوي دي، په ډېره اندازه مالونه تلف شوي چې شمېر یې یونیم سل ته رسېږي، جوماتونه تخریب شوي دي، د خلکو کورونه نړېدلي دي او ځینې ښوونځي هم زیانمن شوي دي."

ارشیف: په کونړ کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.
ارشیف: په کونړ کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکی اسلام الدین ازادي راډيو ته وویل: "موږ سره تر اوسه هيڅ ډول مرسته نه‌ده شوې. سېلابونو زموږ کورونه ویجاړ کړل، کروندې یې له منځه یوړې، څاروي مو تلف شول. هیله ده چې زموږ غږ واورېدل شي او موسسات او حکومت زموږ لاسنیوی وکړي."

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړيوال فدراسيون هم په خپل راپور کې ویلي چې په زیانمنو سیمو په ځانګړي ډول هغه چې اقلیمي بدلونونو او وروستیو پېښو ځپلی لا هم بشري مرستو ته ډېره اړتیا ده، او خلک اوږدمهاله ملاتړ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې شړکنده بارانونو، واورې او د زورورو سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

دغه ادارې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې په ځینو سیمو کې به د باران کچه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو پورې وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG