د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د افغانستان د خپلواکۍ جشن؛ پخوا څنګه نمانځل کیده، خلک څه خاطرې ترې لري؟


د افغانستان یو شمېر قبایل د خپلواکۍ جشن د نمانځلو پر مهال - ۲۰۰۶ کال
د افغانستان یو شمېر قبایل د خپلواکۍ جشن د نمانځلو پر مهال - ۲۰۰۶ کال

د زمري له اته ویشتمې د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو له ورځې له اوږدو کلونو راهیسې لمانځنه کېږي، خو د محمد ظاهره شاه او سردار محمد داوود خان د واکمنیو د دوران د ښې نماځنې کیسې بیا ډېرې په خولو دي.

د پوهنتون پخوانی استاد پوهاند محمد بشیر دودیال د هغه مهال د جشنونو کیسه داسې کوي او وایي:

" له نن څخه دیرش څلویښت کاله پخوا به د استقلال جشن د هر اړخیزو تدابیرو به ترڅ کې نمانځل کېدو، د رسم ګذشت نه یوه ورځ مخکې به عسکري قطعاتو خپلو وسایط زغروال او ټانکونه دا د ټانک لوګر نه تر قلاچي او بینی حصاره پورې یعنی د کابل ښار جنوبي لوري ته د شپې له خوا تیار اماده درولي وه، نو سهار اووه بجې به د جشن مراسم شروع کېدل او د لوژ له مخې به تېرېدل."

د پخواني افغانستان یو انځور - - ۱۹۷۹
د پخواني افغانستان یو انځور - - ۱۹۷۹

ښاغلی دودیال وايي، په لوژ کې به د وخت پاچا او د کابیني غړي ولاړ وو، چې د عسکري قطعاتو تر ترېدلو ورسته به د نورو حکومتي ادارو ډلې، د معارف کارون او ورزشکاران هم د لوژ له مخکې تېرېدل.

ژورنالیست محمد همایون دانشیار هم د هغه مهال جشنونه راپه زړه کوي وايي، کابل کې به اووه شپې او اوو ورځې جشن و، چې خلک به له ولایتونو هم ورته راتلل.

ښاغلی دانشیار وایي: " د پل محمود خان د ساعت له برج څخه به چې د جشن منطقې ته ننوتې،غازي لوبغالي سره دا سیمه کې به رنګارنګ څراغونه او بیلابیل کمپونه ول، او یو شپه به اور لوبه هم کېدله، نیزه ویشل او اوزلوبه د ورځې له خوا وه."

نوموړی وايي، چې په کمپونو کې به کنسرتونه ول او خلک به د شپې تر ناوخته ورته ناست ول.

سندرغاړی احمد مرید وايي، ده هم د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال، چې د ښوونځي زده کوونکی و، د معارف په کمپ کې سندرې ویلې دي.

یو شمېر افغانان په یوه مېله کې د نندارې پر مهال- - ارشیف
یو شمېر افغانان په یوه مېله کې د نندارې پر مهال- - ارشیف

هغه زیاتوي:

" کنسرتونه به وو، خدای بخښلي احمد ظاهر به په یو کمپ کې کنسرت ورکولو، خدای بخښلي استاد سر آهنګ به بل کمپ کې کنسرت ورکولو، ما هم دا چې هغه مهال د ښوونځي زده کوونکی وم او سندرې مې هم ویلی او تر یو بریده مشهور او خلکو ته ګران وم ما هم د معارف په کمپ کې کنسرت ورکولو."

نوموړی وايي، له هر کمپ نه به د موسیقۍ او د خلکو د خوښیو غږونه اوریدل کېدل.

لیکوال او شاعر افضل ټکور د نورو فرهنګي پروګرامونو خبره هم کوي وايي، یو کال د ده یو شعر چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې لپاره یې لیکلی و د لیکولو ټولنې له خوا لومړۍ جایزه هم ګټلې وه.

ټکور ازادي راډیو ته وویل:
"زما یاد شي، چې د افغانستان د لیکوالو ټولنې د خپلواکی په مناسبت یو جایزه اعلان کړې وه او له لیکوالو یې غوښتي وه، چې خپل اسعار او شعرونه ورولېږي، نو ما هم خپل یو شعر ورلېږلی و زما او فاروق فردا شعرونو په پښتو برخه کې لومړۍ جایزې وړې وې."

د افغانستان تر ټولو لرغونې دودیزه مشاعره نارنج ګل - ۲۰۱۲، جلال اباد
د افغانستان تر ټولو لرغونې دودیزه مشاعره نارنج ګل - ۲۰۱۲، جلال اباد

ښاغلی ټکور وايي دا شان پروګرامونه او جایزې نورو فرهنګي ادارو هم لرلې .

د یادونې ده، چې د سردار محمد داوود خان تر واکمنۍ ورسته هم د زمري اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ورځ چې سږ کال یې ۱۰۴ کلیزه ده، په لویو او وړو مراسمو سره په بیلابیلو ډولونو نمانځل شوې خو د جګړې سیوري او د غويي د اوومې او اتمي نېټو نمانځنو د دې ورځې نمانځل پیکه کړي وو.

اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، دوی د زمري ۲۴مه پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو ورځ ونمانځله، خو دا نمانځنه تر ډېره دوی پورې محدوده وه او ولسي اړخ یې نه درلود.

د طالبانو حکومت د زمري اته ویشتمه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځ هم عمومي رخصتي اعلان کړې، خو معلومه ده چې ولسي نمانځنه به ورنه پیکه وي، ځکه دوی پر ملي بیرغ، موسیقۍ دغه شان تفریحي پارکونو ته د ښځو په تګ بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG