د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

افغان متقاعدینو یوځل بیا له طالبانو د حقونو او امتیازاتو د ورکولو غوښتنه وکړه


ارشیف: د افغانستان د متقاعدینو د یوې اعترضیه غونډې انځور
ارشیف: د افغانستان د متقاعدینو د یوې اعترضیه غونډې انځور

په افغانستان کې متقاعدین یوځل بیا د طالبانو له حکومته غواړي چې حقوق او امتیازات یې ورکړي.

په افغانستان کې د ژمی په رانږدې کېدو متقاعدین اندېښمن دي او وایي، له درېیو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ورکړل شوي.

جان محمد خوګیاڼی د همدې تقاعد شویو کسانو له ډلې دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې د معاشونو نه ورکړې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په نننیو شرایطو کې د افغانستان د ټولنې تر ټولو بې وزله قشر متقاعدین دي. هېڅ شی نه لري. د کار وس هم نه لري. هر څه یې چې کور کې درلودل خرڅ کړل او اوس سوالګرۍ ته مجبور شوي دي."

کبرا په کابل کې یوه بله متقاعده ده او هغه هم د حقونو په ورکړه کې له راغلي ځنډه سر ټکوي.

هغه وايي: "تقاعد د هر ملکي او پوځي وګړي حق دی، خو دغه حق امارت 'د طالبانو حکومت' قید کړی او د متقاعدینو پیسې نه ورکوي. د متقاعدینو ستونزې ډېرې دي. هر یو یې سختې ورځې ګالي او ان ګدایي ته لاس اچوي."

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر وایي، خپلې ستونزې یې د طالبانو له چاراکو سره شریکې کړي، خو وایي تراوسه پام نه دی ورته شوی.

هغه وایي، د ژمي له رارسېدو سره سم متقاعدین په بد اقتصادي وضعیت کې دي.

سنګر وویل: "هېڅ یو متقاعد د یو من لرګیو یا زغال د اخیستو وس نه لري. مونږ حیرانه یو چې د خوړو ډوډۍ له کومه کړو. د اکثرو متقاعدینو زامن بې کاره شوي او په کور ناست دي. متقاعدان فزیکي وس هم نه لري. د یوه کس عمر چې له شپېتو واوړي هغه نور د کار کولو نه دی. که یې کار کولای شوای نو ولې دولت تقاعد کول."

د سنګر په خبره په افغانستان کې دا مهال د تقاعد شویو کسانو شمېر شاوخوا ۱۶۹ زرو ته رسېږي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ماليې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ماليې وزارت

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د مالیې وزارت نظر هم له ځان سره ولري، خو د دغه وزارت ویاند عبدالولي حقمل د راپور تر لیکلو پوښتنې ځواب نه کړې.

حقمل د همدې لمریز کال په پیل کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د متقاعدینو د حقونو طرحه د طالبانو د حکومت له خوا نه ده تصویب شوې.

متقاعدین داسې مهال د خپلو حقونو غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د دوی د موندنو له مخې دا مهال شاوخوا نهه ویشت میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG