د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر: د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله ما نه وه جوه کړې


یو شمېر ۱۹ کلن افغان کرکټ لوبغاړي
یو شمېر ۱۹ کلن افغان کرکټ لوبغاړي

وروسته له هغې چې په نړیوال جام کې تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې خپلې درې واړه سیالۍ وبایللې او له مخکې تګ پاتې شول، د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د شنبې په ورځ ( د جنورۍ ۲۷مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي د نولس کلنو ځوانانو لوبډله ده نه وه جوړه کړې.

تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو په نړیوال جام کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ ( د جنورۍ په ۲۶مه) له نیپال سره ترسره کړه چې د یوې ویکټې په تفاوت یې وبایلله. دغه راز یادې لوبډلې خپله لومړنۍ دوه سیالۍ پاکستان او نیوزیلینډ ته بایللې وې.

د افغان کم عمره ځوانانو د لوبډلې پر جوړښت په ټولنیزو رسنیو کې تر اسیا جام وړاندې چې د تېر کال په ورستیو کې ترسره شو، هم ګڼې نیوکې وشوې او د کرکټ څارونکو او مینوالو کرکټ بورډ له دې امله توراناوه چې د لوبغاړو غوراوی د استعداد له مخې نه بلکې د خپلوۍ ـ دوستۍ پر اساس کوي.

دغه راز یو وار بیا په ټولنیزو رسنیو د کرکټ څارونکو او مینوالو پراخ غبرګونونه وښودل.

د همدې غبرګونونو پر اساس د افغان کرکټ ادارې د غوراوي کمېټې مشر اړ شو چې په خپله فیسبوک پاڼه ولیکي:

" زه د U19 یا کومې T20 ټیم لپاره مسوول نه یم ځکه چې ما هیڅ نه دي جوړ کړی"

ښاغلي اسدالله خان ازادي راډیو ته په یوه رالیږلي پیغام کې ویلي:

"مخکی له قضاوت باید ځان پوه کړو، ریښتیا هم زه اوسمهال د غوراوی کمېټې مشر یم خو ما دنده تقریبا څو میاشتې کیږي چې شروع کړې ده او د شروع له ورځې تر نن او ان تر هغی چې یم په دې بست زه مسوول او باید جواب ورکړم نه غواړم ډېر وضاحت ورکړم خو ستاسې بلا پوښتنو مجبور کړم چې ووایم دا نولس کلنو لوبډله زما د مسوولیت په وخت کې نه ده تیاره شوې، دا ان کال دوه مخکی جوړه شوې وه."

هغه وايي د لوبډلې په کارکردګۍ خپه دی، خو زیاتوي یوازې دا نه چې یاده ۱۹ کلنه لوبډله یې نه وه جوړه کړې، بلکې چې راغلی دی د شل اوریزو سیالیو لپاره یې د افغانستان هېڅ ملي لوبډله هم نه ده غوره کړې.

یو شمېر نور ۱۹ کلن افغان کرکټ لوبغاړي - ارشیف
یو شمېر نور ۱۹ کلن افغان کرکټ لوبغاړي - ارشیف

اسدالله خان دا ونه ویل چې د افغانستان د شل اوریزو سیالیو ملي لوبډله څوک جوړوي؟

بل لورته له کرکټ بورډ څخه یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي دي، دا لوبډله په رښتیا هم اسدالله خان او د غوراوي کمیټې اوسنۍ ډلګۍ نه ده جوړه کړې، خو په وینا یې که دوی غوښتي وای، نو د لوبډلې د بدلون امکان و.

د یادې سرچینې په خبره دا لوبډله د لوبډلې د مشر روزونکي عمران فرحت له لوري جوړه شوې وه او تر ډېره پورې یې د لوبډلې د بدلون مخالف هم کړی و.

د افغان کرکټ بورډ د غوراي کمېټې پخواني مشر او تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو د لوبډلې پخواني روزونکي دولت خان احمدزي ازادي راډیو ته ویلي، د لوبډلې د خرابې کارکردګۍ څلور مهم لاملونه دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړې:

" که تر نړیوال جام لږ شاته لاړ شو، نو لومړۍ خبره به د لوبډلې د انتخاب وکړو چې دا په مسلکي توګه ترسره نشوه. دویمه خبره دا ده چې د کنډېشن مطابق د لوبډلې تیاری نه و شوی. درېیمه او مهمه خبره دا وه چې لوبډله له تېرو دوو کلونو راهیسې څو څو وار بدله را بدله شوه . وروستی لامل دا و چې لوبغاړي تر اخره دې ته نه و تیار چې د سویلي افریقا په کنډېشن کې څنګه توپوهنه وکړي؟ له باونس، سوینګ او پیس سره بیخي نابلده وو."

د ۱۹ کلنو لوبغاړو د وروستیو لوبو له امله پر افغان کرکټ بورډ یو شمېر افغانان نیوکې لري
د ۱۹ کلنو لوبغاړو د وروستیو لوبو له امله پر افغان کرکټ بورډ یو شمېر افغانان نیوکې لري

همدارنګه تر نولسو کلونو د کم عمره ځوانانو په لوبډلې تر ډېره له دې امله هم نیوکې وې چې د ځینو لوبغاړو او کرکټ بورډ د کارکونکو خپل ـ خپلوان یې پکې غوره کړي دي چې له هغې ډلې د محمدنبي عیسي خیل زوی حسن عیسی خیل، د راشدخان وراره عثمان خان او د نورعلي ځدراڼ وراره جمشید ځدراڼ خلکو یاد کړي دي.

د یادې لوبډلې تر انتخاب وړاندې ځیني نور لوبغاړي یما عرب، لوبډلمشر محمدهارون خان، حزب الله درانی، کامران هوتک او سلیمان عربزی چې له لوبډلې سره له تېرو دوو کلونو راهیسې یو ځای و، د دوو پاسپورټونو د لرلو له امله له لوبډلې لرې شوي وو.

باید وویل شي چې د افغانستان تر ۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو پخوانيو لوبډلو دوه ځل د نړیوالو جامونو تر نیمه پایلوبو پورې رسېدلي وو چې د ۲۰۱۸ ز کال د لوبډلې اکثریت لوبغاړي اوس په ملي لوبډله کې لوبه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG