د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

چینایي رسنۍ: چین له افغانستان سره د وصلېدو تر کار لاندې سړک ته ډېر لېواله نه دی


د افغانستان په نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت. دغه ولایت د پلان شوې نوې لارې په وسیله چین سره وصلیږي
د افغانستان په نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت. دغه ولایت د پلان شوې نوې لارې په وسیله چین سره وصلیږي

چینايي، سود چاینا مارنیګ سټار ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې د هغې لارې په اړه یو مطلب خپور کړې چې افغانستان له چین سره وصلوي.

د مطلب په یوې برخه کې راغلي، چین د دې لارې څخه ګټې اخیستو ته ډېر لېواله نه دی، ځکه دا لار په هغې سیمه کې وصلیږي، چېرته چې د چین اېغوریان ژوند کوي او د چین حکومت دا خلک په دې هېواد کې د ناامنۍ لامل ګني.

دا چینايي ورځپاڼه زیاتوي، د واخان-شینجن لارې کار د ۲۰۲۱ کال په مې کې، واک ته د طالبانو له ستنېدو درې میاشتې وړاندې پیل شوی و چې د دوی له راتګ سره ودرېده.

اوس په بدخشان کې د طالبانو والي محمد ایوب خالد ویلي، د دغې مواصلاتي لارې چې پنځه متره عرض لري د جوړېدو کار به د جنورۍ په ۱۵ مه بشپړ شي، او د پخولو کار به يې ډېر ژر پیل شي.

د ورځپانې په ټکو، د دې لارې دقیق مسیر نه دی واضع شوی، خو سیمه ییز سرچینې وايي، دا لار د واخان له واخچر درې پیلیږي او د چین د شینجن نا ارامې سیمې پورې رسېږي.

وړاندې راغلي، دا لار د افغانستان لپاره ځکه مهمه ده چې دا هېواد له بل ګاونډې سره مستقیماً وصلوي، او ورسره به افغانستان یوه بله سوداګریز لار هم پیدا کړي.

خو د ورځپانې په ټکو، چین ته دا لار ډېره مهمه نه ده، ځکه له یوې خوا هغه راکړه ورکړه چې له دې لارې ترسره کېږي د چین لپاره ډيره کمه ده او له بل پلوه، دا چې دا لار د چین له نا امنې سیمې څخه تېرېږي، پېکېنګ مجبور دی چې په دې برخه کې له احتیاطه کار واخلي.

دپیلوماټ خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې، له طالبانو سره تعامل ښه پایله ورنه کړه، تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

د خپرونې په ټکو، شنونکې په دې باور دي چې له طالبانو سره د تعامل لارې چارې باید بدلې شي.

د دوی په خبره، دا تعامل دې په افغانستان کې د عیني واقیعت پر بنسټ ترسره شي.

خپرونې وړاندې، له افغانستانه د هغوو افغانانو وتلو ته اشاره کړې چې د ټولو خطرونو په منلو سره کډوالي ته زړه ښه کوي او له هېواده وځي.

د خپرونې په ټکو، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نه رعایت او جنسیتي تبعیض د دې سبب شوی چې نړۍ په افغانستان کې اوسنی واک نظام په رسیمت ونه پېژني.

وړاندې راغلي، په داسې حالت کې له طالبانو سره تعامل د دې شنونکو په باور، طالبانو ته داسې انګېزه ورکوي چې ګواکې د دوی سیاستونه ګټور دي او نړیواله ټولنه له دوی سره ښې اړیکې پالي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG