د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

له ایران څخه د خطر ځپلو افغان کډوالو د نه ایستل کېدو غوښتنې


ایران مېشتي افغان کډوال خپل وضعیت د داسې شعارونو له خپرولو سره بیانوي - ارشیف
ایران مېشتي افغان کډوال خپل وضعیت د داسې شعارونو له خپرولو سره بیانوي - ارشیف

یو شمېر خبریالانو او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو د یکشنبې په ورځ په يوه سر پټي ځاى کې د غونډې په ترڅ کې د ایران له دولت او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ وغوښتل چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي.

دوی وايي، د طالبانو له بياځلي واک ته رسېدو وروسته د ګواښونو له امله دوی په ایران کې پناه اخیستې او اوس له دغه هېواده اېستل کېدو سخت اندېښمن کړي.

په ایران کې یوې افغانې خبریالې زهرا عزیزي ازادي راډیو ته وویل:

"د ایران دولت باید د افغان کډوالو شرایط درک کړي او د دوی د موقتي استوګنې شرایط ورته چمتو کړي، له بده مرغه که افغان خبريالان بیرته افغانستان ته ستانه شي، له ګواښ سره مخ دي او په ایران کې هم اسناد لرونکي او هم بې اسناده کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي تحصيلي، قضايي، او بانکي ادارو ته لاسرسى نه لري ډېرى يې کار کوي خو ډېرې لږې پيسې يا معاش ورکول کېږي کاري خوندیتوب نه لري"

ایران کې یو شمېر افغان کډوال
ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د بشري حقونو یوې فعالې او د دې غونډې یوې بلې ګډونوالې هما سلطاني ازادي راډيو ته وویل چې د ویزې د ترلاسه کولو لپاره یې څو ځلې د دغه هېواد اړوندو ادارو ته مراجعه کړې، خو له بده مرغه مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

"زه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ته ورغلم، خپلې ستونزې مې ورته وويلې، خو تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی، زه د ایران له حکومت څخه غوښتنه کوم چې لږ تر لږه هغو کسانو ته چې له ګواښ سره مخ دي، یو مکتوب راکړي تر څو زمونو د اجباري شړل کېدو مخه ونيول شي."

په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د فدراسیون مشر امېد پویا هم له افغانستانه د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوی غوښتنه کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"دا څه موده کیږي چې د کډوالو پر وړاندې د ایران چلند بدل شوی دوی سملاسي ډيپورټوي، له ډلې يې د بشري حقونو د فعالينو په ګډون پکې خبريالان، معدني فعالان، شامل دي دا واقعا زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده موږ د ایران له دولت، ملګرو ملتونو څخه د بشري حقونو او د خبریالانو ملاتړي بنستونو په جلا توګه غوښتنه کوو چې دوی د اجباري اخراج مخه ونیسي ترڅو هغه کسان چې افغانستان ته په ستنېدو تر ګواښ لاندې دي د شکنجې، بند یا مرګ سره مخ نه شي."

د افغانستان د پاشل شویو ملي ځواکونو یوه د پام وړ برخه سرتېري هم د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته ایران او پاکستان ته تللي چې بد وضعیت سره مخ دي
د افغانستان د پاشل شویو ملي ځواکونو یوه د پام وړ برخه سرتېري هم د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته ایران او پاکستان ته تللي چې بد وضعیت سره مخ دي

تر دې وړاندې په ایران کې د افغانستان یو شمېر پخوانیو پوځیانو هم د دې موضوع په اړه اندېښمنه ښودلې وه او له ایران او پاکستان څخه یې افغانستان ته د پخوانیو پوځیانو د احتمالي ایستلو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي رییس احسان حیدري د وري میاشتې په پای کې د ایران د ځوانانو خبري اژانس ته ويلي وو چې د تېر کال په پرتله د افغان کډوالو ايستل کېدل درې برابره ډېر شوي.

همهاله، پاکستان هم د بې اسنادو او اسناد لرونکو افغان کډوالو ايستل کېدو لړۍ چټکه کړې.

د کډوالو د نړیوال دفتر (اى او ام) د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپریل پورې، ایران او پاکستان له یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واک ته رسېدو وروسته په سلګونه زره افغانان د خپلو اولادونو او لوڼو د زدکړو په ګډون د امنیتي ګواښونو، بې وزلۍ، بې روزګارۍ د بېلابېلو لاملونو له امله بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG