د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

ترکیه کې د یوه وژل افغان کډوال د مېرمنې ادعا: زما د مېړه د بدن غړي ایستل شوي


د ترکي رسنیو د راپور له مخې، وزیر محمد چې د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۹مه وژل شوی او جسد یې یوه ورځ وروسته د نومبر په ۱۰مه په کرات سیمه کې د سیمې د خلکو له خبراوي وروسته موندل شوی.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، وزیر محمد چې د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۹مه وژل شوی او جسد یې یوه ورځ وروسته د نومبر په ۱۰مه په کرات سیمه کې د سیمې د خلکو له خبراوي وروسته موندل شوی.

په ترکیه کې د یوه وژل شوي افغان کډوال مېرمن له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د مېړه د بدن غړي یې ایستل شوي و او دا خبره اوس د عدلي طب په واسطه څرګنده شوې ده.

په ترکیه کې د وژل شوي افغان مېرمنې ادعا کوي چې د خاوند د بدن غړي یې ایستل شوي دي.

د وزیر محمد مېرمن قمرګل ازادي راډيو ته وویل چې دا خبره اوس د عدلي طب په واسطه څرګنده شوې ده.

هغه وايي: "ما ولیده د بدن غړي یې نه وو، ټول یې ایستلي وو، ما چیغې وهلې ټولو ته مې ویل چې د بدن غړي یې اخیستل شوي وو، دوی باور نه کاوه. اوس زموږ وکیل تازه دا موندلې چې د بدن غړي یې اخیستل شوي وو. نس يې ټول خلاص و، فقط سوځول شوی و چې د هغوی د ګوتو نښې پاتې نه شي."

قمرګل هدا ادعا هم کوي چې د خاوند د کار مالک یې، د دې د خاوند په ګډون نورو کارکوونکو ته هم وړاندیز کړی و چې د پښتورګي په بدل کې ورته ۲۰ زره ډالره ورکوي، ځکه د نوموړې په ټکو د هغه پلار ته د پښتورګي اړتیا وه.

خو د ترکي رسنۍ "سوزچو" د راپور له مخې، د مېرمن قمرګل له دې ادعا وروسته، د نیول شویو له ډلې د وزیر محمد د کار د مالک اینور ګیدراوغلو پلار چې انګېرل کېده د پښتورګي ناروغي لري، د معاینې په موخه روغتون ته راوړل شو، خو د راپور په ټکو د پښتورګو د جراحۍ نښه په کې ونه لیدل شوه.

که څه هم د دې قضیې په تړاو نیول شویو شکمنو کسانو هغه مهال اعتراف کړی و چې هغه له دې امله چې غیر قانوني کان کیندنه افشا نه شي سوځول شوی، خو د وزیر محمد مدافع وکیل شکر ترکي رسنیو ته ویلي: "د هغه مخ، لاسونو او پښې هیڅ نه وو سوځېدلي چې هویت یې ونه پېژندل شي. د هغه هویت د هغه د مخ او د ګوتو د نښو په واسطه پېژندل کېدای شي، خو بدن يې نور په بشپړه توګه سوځېدلی دی."

د وژل شوي کډوال وکیل همدا شان زیاته کړې: "له دې امله چې د وزیر محمد چپ پښتورګی د پېژندلو وړ نه دی، ښايي له سوځولو مخکې قاچاق شوی وي."

مخکې د عدلي طب ترلاسه شوي راپور یوازې دا ښودلې وه چې پر هغه پټرول اچول شوي او بیا سوځول شوی دی.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، وزیر محمد چې د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۹مه وژل شوی او جسد یې یوه ورځ وروسته د نومبر په ۱۰مه په کرات سیمه کې د سیمې د خلکو له خبراوي وروسته موندل شوی، د زونګلداګ ډبرو سکرو په غیرقانوني کان کیندنه کې یې کار کاوه.

د نوموړي د وژلو په تړاو د هغه د کار مالکانو په ګډون ۶ کسانه نیول شوي چې وروسته بیا څلور تنه د قضايي کنټرول په شرط خوشې شول.

ازادي راډیو وغوښتل د دې قضیې او په دې قضیه کې د نویو پرمختګونو په اړه په ترکیه کې د افغانستان سفارت نظر هم ولري، خو په یاد وزارت کې سرچینو د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو تر دې مخکې په ترکیه کې د افغانستان سفارت دننه یوې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې دا پېښه تایید کړې وه او ویلي یې وو، د ترکيې پولیس دا قضیه څېړي.

د وژل شوي کس کورنۍ ازادي راډيو ته ویلي وو، دوی مخکې له دې چې ترکیې ته ولاړ شي، ۲۰ کاله په ایران کې اوسېدل او کله چې هلته د ایستلو له ګواښ سره مخ شول، ترکیې ته ولاړل، خو اوس له دې ډول برخلیک سره مخ شول.

دا لومړی ځل نه ‌دی چې یو افغان کډوال په یوه هېواد کې له داسې برخلیک سره مخ کېږي، بلکې له دې وړاندې په ترکیه، ایران او پاکستان کې افغانان له ورته نورو پېښو سره هم مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG