د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د ننګرهار ځینې نجونې: طالبانو د خبریالۍ په روزنیز پروګرام کې د ګډون اجازه رانه‌کړه


د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د ننګرهار ولایت موقعیت

په ننګرهار ولایت کې یو شمېر نجونې وايي، د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو دوی ته د خبریالۍ په روزنیز پروګرام کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

په ننګرهار ولایت کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د خبریالي په یوه درې میاشتني ښوونیز پروګرام کې د نجونو ګډون منع کړی دی.

هغه نجونې چې په دې پروګرام کې له ګډون څخه منع شوي وايي چې دغه پروګرام د همېشه بهار راډيو تلوېزيون له خوا پيل شوی و.

له دغو نجونو څخه دوو یې چې د امنیتي ستونزو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه وکړه، ازادي راډیو ته خپل نظرونه شریک کړي دي.

یوه نجلۍ وايي: موږ غواړو چې مونږ ته اجازه راکړي چې د ژورنالیزم دغه کورس پای ته ورسوم، خبریاله شم او د خپل مسلک له لارې خلکو ته خدمت وکړم.

یوې نجلې وویل: "د هميشه بهار راډیو تلويزیون د ژورنالیزم په کورس کې مې نوملیکنه کړې وه، خو د حکومت لهإخوا موږ ته اجازه رانه‌کړل شوه چې دغه کورس پرمخ بوځو. موږ غواړو چې مونږ ته اجازه راکړي چې د ژورنالیزم دغه کورس پای ته ورسوم، خبریاله شم او د خپل مسلک له لارې خلکو ته خدمت وکړم."

دغه راز یوه بله نجلۍ وايي: 'ښوونځي، پوهنتونونه او دفترونه زمونږ پر مخ وتړل شول، ما غوښتل چې خبریاله شم، خو طالبانو دا اجازه هم رانه‌کړه."

د همېشه بهار راډيو تلوېزيون يوې سرچينې چې د نوم او غږ د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دا ځل د دوى د خبریالي په روزنيز پروګرام کې يواځې ١٥ هلکانو ګډون کړى و، ځکه په ټکو یې نجونو ته د ګډون اجازه ورنه‌کړل شوه.

د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه روزنيز پروګرام د تېر کال په اګست مياشت کې د ١٥ هلکانو او ١٣ نجونو په ګډون پيل شوى و چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د مسوولانو له‌خوا ودرول شو.

خو سرچينه زیاتوي چې اوس طالب چارواکو د نجونو له حضور پرته د دغه ښوونيز پروګرام د ترسره کولو اجازه ورکړې ده.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رييس محمد زاهد وفا، دغه ادعاوې ردوي، خو په یاد ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صديق الله قريشي بدلون وايي چې په دغه ولايت کې د خبريالۍ لنډ مهاله روزنيز پروګرامونه د ښځو او نارینه‌وو لپاره منع شوي دي.

هغه وايي: "په اصل کې د ژورنالیزم دغه کورسونه چې د دريیو یا دوو میاشتو لپاره جوړېږي د ټولو هلکانو او نجونو لپاره منع شوي دي، ځکه چې دا د نورو ژورنالیستانو لپاره زیان رسوي چې څلور کاله یې زده کړې کړي او هغه کسان چې درې میاشتې یې زده کړې کړي ځانونه خبریالان بولي."

د خبریالانو د روزنیز پروګرام مسوولان وايي چې د دغه پروګرام ٣٠مه دوره شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پاى ته ورسېده او تر اوسه له دې پروګرام څخه سلګونه هلکان او نجونې فارغ شوي دي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې په ننګرهار کې د خبریالانو په روزنیز پروګرام کې د نجونو پر ګډون بندیز لګولی، چې په اروپا او شمالي امریکا کې مېشتو افغان خبریالانو د وري په دوهمه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې د رسنیو چاپېریال نارینوو ته ځانګړی کړی او د ښځو غږ د کارکوونکو او مخاطب په توګه د طالبانو د فرمانونو پر بنسټ، په ملي او سیمه‌ییزه کچه غلی شوی دی.

د دې اعلامیې له مخې، د رسنیو د څه باندې دوه زره ښځینه کارکونکو له ډلې څخه، هیڅ یوه یې او یا څو تنه یې دا مهال تر ډېرو فشارونو لاندې کار کوي.

د طالبانو حکومت له‌خوا په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو د نورو بندیزونو سربېره تېر کال په هلمند ولایت کې طالب چارواکو د دغه ولایت په سیمه‌ییزو رسنیو کې د ښځو د غږ په خپرولو بندیز ولګاوه.

دغه شان یې په دې وروستيو کې یې په خوست ولایت کې ښځې او نجونې د دغه ولایت د رسنیو په پروګرامونو کې له اړیکو نیولو هم منع کړې.

XS
SM
MD
LG