د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې لړۍ؛ ګوټېرېش: هر راز ځوابي بریدونه غندم


 آنتونیو گوتیریش سرمنشی سازمان ملل متحد
آنتونیو گوتیریش سرمنشی سازمان ملل متحد

د ایران پر قلمرو له پرونیو حملو وروسته چې ګومان کېږي اسراییلو به کړې وي د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې هر راز ځوابي حملې غندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ایران کې پرونیو حملو ته، چې پړه یې د اسراییلو غاړې ته غورځول شوې د اشارې په ترڅ کې ویلي چې هغه وخت رارسېدلی دی چې په منځني ختیځ کې د غچ اخیستنې خطرناکه لړۍ نوره نو ودرول شي.

انټونیو ګوټېرېش پرون پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دی د غچ اخیستنې هرراز اقدام غندي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره چې د ده په وینا ښايي په ټوله سیمه او نوره نړۍ کې د ورانوونکو عواقبو باعث شي، له یوبل سره همکاري وکړي.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د وري یا حمل د ۱۳مې له برید وروسته چې په ترڅ کې یې د سپاه پاسداران ځواک د جګپوړي قوماندان محمدرضا زاهدي په ګډون د ایران اوه تنه پوځي چارواکي ووژل شول او ایران د اسراییلو پر قلمرو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله پراخې ځوابي حملې وکړې دا وېره وه چې اسراییل به پر ایران برید وکړي.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د وري یا حمل د ۱۳مې له برید وروسته یو انځور
د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د وري یا حمل د ۱۳مې له برید وروسته یو انځور

آیا دا د غچ اخیستنې اقدامات به په سیمه کې په یوه بشپړه جګړه بدله نه شي؟

د ایران د بشري حقونو د مدافعانو د ټولنې بنسټګرې او د ۲۰۰۳ کال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې مدافع وکیلې شیرین عبادي پرون د ازادي راډیو د ایران له څانګې راډیو فردا سره په یوه مرکې کې په دې اړه وویل: "موږ تل د جګړې په حال کې یوو. اقتصادي جګړه، له خلکو او ښځو سره جګړه، له اسراییل او امریکا سره جګړه نو ځکه زموږ د خلکو دسترخوان ورځ تربلې نور هم تشېږي. هېر مو نه دي چې له عراق سره اته کلنې جګړې حکومت ته څه ښه فرصت برابر کړ چې یوازې په یوه اوونۍ کې لږترلږه ۴۰۰۰ سیاسي بندیان اعدام کړي. په دې اتو کلونو کې یې هومره خلک ووژل چې ټول ګوندونه له منځه ولاړل او د منتقدانو غږونه یې غلی کړل. نو ځکه حکومت له هرې جګړې څخه د هغې لا زیاتې درنې جګړې لپاره کار اخلي چې د ایران له خلکو سره یې لري."

د ایران د بشري حقونو د مدافعانو د ټولنې بنسټګره او د ۲۰۰۳ کال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې شیرین عبادي
د ایران د بشري حقونو د مدافعانو د ټولنې بنسټګره او د ۲۰۰۳ کال د سولې د نوبل د جایزې ګټونکې شیرین عبادي

یو شمېر امریکايي رسنیو پرون راپور ورکړ چې اسراییلو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله په ایران کې دننه پر ځینو اهدافو حملې وکړې او په یوه ویډیو کې چې له دې حملې وروسته پر ټولنیزو شبکو خپره شوه ویل کېږي چې اصفهان ښار ته نژدې د څو لویو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

له دې څو ساعته مخکې د ایران د بهرنیوچارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ملګرو ملتونو کې د خبرو پرمهال وویل چې که اسراییل یوځل بیا له زور څخه کار واخلي او د ایران پر ارضي تمامیت هرراز تېری وکړي، نو اسلامي جمهوریت به یې د ځواب په ورکولو کې یوه شېبه ځنډ هم ونه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG