د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د متقاعدینو اعتراضیه غونډه ؛ « د طالبانو حکومت مو معاشونه او حقونه نه راکوي»


یو شمېر افغان متقاعدین - ارشیف
یو شمېر افغان متقاعدین - ارشیف

په افغانستان کې ملکي او پوځي تقاعد شوي کسان وايي څه باندې درې کاله کېږي چې خپل امتیازونه او معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د دوی په وینا،په وار- وار یې د طالبانو له مشرانو سره خپله دا ستونزه شریکه کړې، خو چا یې په حل کې عملي اقدام نه دی کړی.

په افغانستان کې د متقاعدانو د ټولنې مشر افندي سنګر ازادي راډيو ته وویل، دوی د تقاعد ریاست مخې ته په یوه اعتراضیه غونډه کې خپلو ستونزو ته د چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه:

" زموږ د متقاعدینو مشکل ډېر بحراني او لوی شوی دی. متقاعدین خو مظاهره نه کوي، یوه اعتراضیه غونډه یې کړې وه، خپل اواز یې اوچت کړ او خپلې ستونزې یې بیان کړې چې ټول جهانیان یې هم واوري او اړوند چارواکي هم. نو موږ خپل غږ اوچت کړی، یوازې خپل حقوق غواړو، موږ ته دا حقوق دا درې کاله کېږي چې نه دي راکړل شوي."

یو متقاعد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي له ۴۰۰۰ تر۵۰۰۰ پورې متقاعدین د تېرې پنج شنبې په ورځ د تقاعد ریاست مخې ته په اعتراض راغونډ شوي وو:

" څلور- پنځه زره متقاعدین راټول شوي وو، د تقاعد له ریاست یې وغوښتل چې دا درې کاله یې ولې د تقاعد پیسې نه ورکول کېږي. متقاعدانو طالبانو ته وویل، چې اولادونه یې ډوډۍ غواړي همدا د تقاعد پیسې وې چې موږ په هغو خپلو اولادونو ته ډوډۍ، کالي او نور شیان رانیول. خپل ژوند مو پرمخ بېوه."

یوه بل متقاعد ازادۍ راډیو ته ویلي چې د طالبانو ځینو غړو د دوی اعتراضیه غونډه ګډه وډه کړه، د ځینو تقاعد شویو ګرېوانونو ته یې لاس واچاوه او بد چلند یې ورسره کړی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په سلواغې/ دلوې میاشت کې یې د بي بي سي د ایکس‌پاڼې په یوه سپېس کې ادعا کړې وه چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې قانون تعديل شوى، ډېر ژر به د عدليې وزارت له‌خوا نافذ او د دوى حقوق به ورکړل شي.

په افغانستان کې د متقاعدانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې د ملکي او پوځي تقاعد شویو شمېر تر یولک او اویا زرو زیات دی.

قاعد شویو کسانو تر دې مخکې هم د تقاعد ریاست مخې ته اعتراضونه کړي، خو تر اوسه یې د طالبانو حکومت د غوښتنو منلو ته غاړه نه ده ایښې.

دوی وایي اکثر یې پوخ عمره کسان دي چې نن سبا څوک کار هم نه ورکوي او د اکثرو د کورنیو مسوولیت ور ترغاړې دی چې د حقوقو او امتیازونو نه ورکړې یې ژوند تریخ کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG