د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

د کابل په ښوونیزو مرکزونو کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر جذب او زده‌کړو بندیز ولګېد


ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونیز مرکز ټولګی
ارشیف: په کابل کې د یوه ښوونیز مرکز ټولګی

په کابل کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې له دوی څخه لیکلي ژمنه اخیستي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته به درسونه نه وایي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په دوام دا ځل کابل کې ښوونیز مرکزونو ته په دې عمر د برابرو نجونو د نه تدریسولو په اړه لیکلی ژمنپاڼه استولې ده.

په دې ژمنلیک کې چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ دغو مرکزونو ته لېږل شوې او يوه کاپي يې ازادي راډيو ته هم رسېدلې، د يادو مرکزونو له مسوولانو غوښتل شوي چې دا لاسليک یې کړي او سرغړونه يې جرم ګڼل کېږي.

د دغه لس ماده‌ییز ژمن لیک په پنځمه فقره کې راغلي چې: "د نجونو ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د رهبرۍ د پرېکړې له مخې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې ځنډول شوي دي، تر بل امر پورې به هغه ښځینه زده کوونکي نه استخداموي چې عمرونه یې د ښوونځیو د لایحې له مخې معلوم وي او که چیرې د پورتني حکم او لارښوونو خلاف عمل ترسره شي نو مسوولیت به یې د فرد په اوږو وي."

په دې ژمنلیک کې دا هم راغلي چې له شپږم ټولګي څخه ښکته د نجونو زده کوونکو او هلکانو ټولګي دې جلا وي او له شپږم ټولګي څخه ښکته ښځينه زده کوونکو ته دې د ښځينه ښوونکو له خوا تدريس وشي.

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د ښځینه ښوونکو او نجونو زده کونکو لخوا د حجاب مراعات کول یوه بله مسئله ده چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په دې ژمنلیک کې راغلې ده.

په کابل کې د درېيو ښوونيزو مرکزونو مسوولانو ازادي راډيو راډیو سره په خبرو کې د دوی د نومونو د نه خپرولو په شرط تاييد کړه چې دغه ژمنلیک د طالبانو د حکومت د پوهنې له وزارت څخه ورته رسېدلی دی.

په کابل کې د یوه ښوونیز مرکز مسوول د نوم د نه خپرولو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته یې تایید کړه چې دغه ژمنلیک یې لاسلیک کړی او له دې وروسته به د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د تګلارې له مخې کار کوي.

هغه وايي: "هو، ژمنلیک د کورس دفتر ته راورسېد، موږ لاسلیک کړ، د همدې ژمنلیک پر بنسټ به له اووم ټولګي څخه پورته زده کوونکو ته درس نه ورکوو. موږ د پوهنې وزارت د پالیسۍ له مخې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو."

د کابل په اتمه ناحیه کې د یوه بل ښوونیز مرکز مسوول هم په ورته شرط ازادي راډیو ته وویل چې د پوهنې ریاست له لوري ښوونیزې حوزې ته ژمنلیک ور استول شوی، خو ده تر اوسه نه دی لاسلیک کړی.

هغه وايي: "د هغه مکتوب په اړه چې تعلیمي حوزو ته استول شوی، یوه قضیه دا ده چې له اووم ټولګي څخه پورته نجونې زده کوونکې نه‌شي کولی، زده کړې وکړي دا مهمه نه‌ده چې دوی حجاب وکړي که نه، مسئله دا ده چې په ټولیزه توګه تعلیمي مرکزونه باید د نجونو وو پر مخ تړلې وي."

ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت نظر هم ولري، خو د دغه وزارت ویاند منصور احمد حمزه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو تر دې وړاندې يې تل ويلي چې د نجونو پر زده کړو د بنديز د لرې کولو لپاره د خپل مشر د کړنلارې او حکم ورستي کېدو ته انتظار باسي.

د طالبانو د پوهنې وزارت دې نوي اقدام له زده کړو بې برخې نجونې نورې هم مایوسه کړې دي.

د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکې زهرا چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې د زده کړې یوازېنی ځای همدا ښوونیز مرکزونه وو، ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم ښوونځي بند وو، د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې وې، د نجونو یوازېنۍ هیله دا وه چې په ښوونیزو کورسونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو هغه هم وتړل شول او دا ډېره خواشینوونکې ده. له نړیوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه باید د نجونو لپاره بیا پرانیستل شي."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت له دې مخکې ښوونیزو مرکزونو ته امر کړی و چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې دې تدریس ته نه جذبوي او ان ځینې ښوونیز مرکزونه په ځانګړې توګه د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي مرکزونه د نجونو زده کوونکو د کمښت له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شول او ځینو نورو خپل مرکزونه تړلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیل سره، طالبانو د ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر مخ وتړلې او د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

که څه هم د ژوند په ټولو برخو کې پر ښځو د طالبانو بندیزونه د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ دي، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ټولو ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG