د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

د طالبانو له حکومت څخه د متقاعدینو شکایتونه؛ متقاعدین څوک دي او کوم حقونه غواړي؟


له ارشیفه د یو شمېر افغان متقاعدینو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان متقاعدینو تصویر

په افغانستان کې له نږدې درېیو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت د متقاعدینو حقونه، نه دي ورکړي او په دې موده کې دوی د پراخو اعتراضونو ترڅنګ خپل شکایتونه له ازادي راډیو سره هم شریک کړي.

خو متقاعدین څوک دي او په دې موده کې د طالبانو له حکومت څخه د کومو حقونو غوښتنه کوي؟

د افغانستان د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تقاعد حقونو د تنظیم مقررې له مخې چې د تېر جمهوري نظام د عدلیې وزارت له خوا د ۱۳۸۸ کال د اسد په ۲۶ د رسمي جریدې په توګه خپره شوې، د ملکي خدمتونو هغه کارکوونکي چې په اداره کې یې د خدمت موده پای ته رسېدلې وي او د مقررې د احکامو سره سم د تقاعد مستحق شي، متقاعد ګڼل کیږي.

د دې مقررې له مخې، د ملکي خدمتونو کارکوونکي په دې شرایطو کې د تقاعد له حقونو برخمن کیږي:

- د ۶۵کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي

- ۴۰ کاله یې فعال خدمت کړی وي

- داوطلبانه تقاعد یې غوښتی وي

- مړینه

- ورکیدل

- معلولیت

او یا دایمي ناروغي چې د دندې د سرته رسولو پر وړاندې یې خنډ ګرځي.

خو اوس په افغانستان کې متقاعدین ادعا کوي چې د دوی په ټکو، له یو عمر کار وروسته هم ، د طالبانو حکومت د دوی د تقاعد حقونه نه ورکوي.

د دوی په خبره، اوس چې عمر یې زیات شوی او د کار توان نه لري، د طالبانو حکومت د دوی د تقاعد په نه ورکولو سره دوی له اقتصادي پلوه سخت زیانمن کړي دي.

د افغانستان د تقاعد خزینې ریاست د مالیې وزارت اړوند و
د افغانستان د تقاعد خزینې ریاست د مالیې وزارت اړوند و

یو له دغو متقاعدینو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

" اوس وايي چې نور په تقاعدي پسې مه راځئ، نور تقاعدي نشته، اوس باید څه وکړو؟ په موږ یې منفي اغېز کړی دی، موږ ډیر خواشیني یو، بل کاروبار هم نه لرو. تقاعد ښه و یو څه به مو پرې اخیستل، اوس په لاسی کراچۍ کار کوم، یا جوالي ګري کوم. هغه هم کله کله ۱۰۰ یا ٢٠٠ افغانۍ کار کوم، هغه هم نه پیدا کېږي، سپین ږیری یم، لاسونه او پښې مې ریږدي، څوک کار نه راکوي."

د یوه متقاعد پوځي زوی هم وايي، سره له دې چې د پلار مالي وضعیت یې خراب دی، خو د طالبانو حکومت د هغه تقاعدي نه ده ورکړې.

د پنجشېر ولایت دغه اوسېدونکی چې نه یې غوښتل په راپور کې یې خپل او پلار نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

" هغوی ته په کال کې شاوخوا یو لک افغانۍ ورکول کېدې. له بده مرغه په افغانستان کې له بدلونونو وروسته تقاعد نه دی ورکړل شوی او دا خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

هغه زياته کړه چې د بېکارۍ له امله یې مالي حالت ښه نه دی او نه شي کولی له خپل پلار سره په سمه او منظمه توګه مرسته وکړي.

د افغانستان د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تقاعد حقوقو مقرره، تقاعد د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د میاشتني معاش د یوې برخې په توګه تعریفوي چې دولتي سپما حساب ته لېږدول کیږي.

د دې مقررې په پنځمه ماده کې راغلي چې تقاعد د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د میاشتني معاش او د هغې د اجزاوو ٨ سلنه ده چې د هرې میاشتې په پای کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو له معاش څخه د تقاعد سپما حساب ته لېږدول کیږي.

په دې مقرره کې دا هم ویل شوي چې دا پیسې به د افغانستان د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تقاعد د حقوقو د مقررې له مخې متقاعد یا د هغه کورنۍ پاتې کسانو ته ورکول کیږي.

يو متقاعد چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، له ګڼو اعتراضونو سره سره، د طالبانو حکومت دوى ته تقاعدي نه ده ورکړې.

"متقاعدین تل راځي، ادعا لري او لاریونونه کوي او د طالبانو له حکومت او ډلې غواړي چې موږ ته مو تقاعدي راکړئ، موږ اړ یوو، ستونزې لرو،خلکو ته مو لاسونه اوږدېږي، له بده مرغه دوی تقاعدي نه ده ورکړې او نه یې ورکوي. "

د افغانستان د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د تقاعد په مقرره کې، د ملکي خدمتونو د هر کارکوونکي د تقاعدۍ اندازه د خدمت د کلونو له مخې یې توپیر لري.

د دې مقررې په شلمه ماده کې راغلي چې متقاعدینو ته د تقاعد حقوق د تقاعد د خزینې د ادارې له لارې ورکول کیږي.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې رئیس افندي سنګر،ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د تقاعدي په نه ورکولو سره د متقاعدینو پوروړی دی.

"دا پيسې د متقاعدینوشخصي پيسې دي، دا د دولت پيسې نه دي، يعنې فعلا دولت د متقاعدینو پوروړی دى، بله دا چې دا پيسې، د متقاعدینو حق دی. د کومې اضافي مرجع نه دي. دا پیسې د دولت لخوا د تقاعد په نوم د هغوی د معاش له حلالو پیسو څخه وضع او په افغانستان بانک کې زیرمه شوي، د مالیې وزارت باید په هر نوي کال کې د قانون سره سم دا پیسې ووېشي."

ښاغلي سنګر مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې د متقاعدینو شمېر شاوخوا ۱۷۰ زرو ته رسېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند په تېره مرغومي میاشت کې د تقاعد قانون د تعدیل او له مخې یې متقاعدینو ته د حقونو د ژر ورکړې خبر ورکړی و
د طالبانو د حکومت ویاند په تېره مرغومي میاشت کې د تقاعد قانون د تعدیل او له مخې یې متقاعدینو ته د حقونو د ژر ورکړې خبر ورکړی و

موږ د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د مالیې وزارت له ویاند احمد ولي حقمل څخه وپوښتل چې ولې یې تر اوسه د پوځي او ملکي پخوانیو متقاعدینو معاشونه نه دي ورکړي، خو دوی د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، تېر کال د مرغومي په میاشت کې، د بي بي سي ایکس پاڼې په سپېس کې ویلي وو چې د متقاعدینو د حقونو د ورکړې په قانون کې تعدیل راغلی او ډېر ژر به د عدلیې وزارت له خوا نافذ شي او متقاعدینو ته به يې د تقاعدۍ حقونه ورکړل شي.

خو متقاعدینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې څو څو ځلې د خپلو حقونو د ورکړې په برخه کې د طالبانو د حکومتي چارواکو له نه ځواب ورکولو شکایت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده مالیې وزارت ته امر کړی چې تر دې وروسته د دولتي کارکوونکو له معاشونو دې د تقاعد پيسې نه ګرځوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG