د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

له پاکستانه د کډوالو د ایستلو د دوهمې لړۍ پیل؛ کاکړ: افغان کډوال په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي


په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو د کورونو د پلټلو پر مهال
په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو د کورونو د پلټلو پر مهال

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې یوه غړې او د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو د ورځو په کمېدلو سره دوی په بېلابېلو ذهني او د فشار په ناروغیو اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې اسناده او "اې‌سي‌سي" ACC د کډوالۍ لرونکو کارتونو د درلودونکو د ایستلو ضرب الاجل ته دوه ورځې پاتې دي، په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې یوه غړې او د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستلو د ورځو په کمېدلو سره، دوی په بېلابېلو ذهني او د فشار په ناروغیو اخته شوي دي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل په تېر اختر کې د ډېرو افغان کډوالو کورونو ته ورغلې او د هغوی وضعیت یې له نږدې کتلی دی.

منیزه کاکړ وویل: "په اختر کې د افغان کډوالو سیمو ته چې موږ تللي وو، دوی موږ ته وویل نه یې روژه په سکون تېره کړې او نه یې د اختر خوښي نمانځلی ده چې موږ ولیدل، ډېری افغان کډوال له بېلابېلو ذهني ناروغیو سره مخ شوي دي، دوی ته بېلابېلې د (وینې‌فشار)BLOOD PRESSURE فشار ناروغۍ پیدا شوي دي."

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې. November 3, 2023
له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې. November 3, 2023

هممهاله یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ پیل شوې ده.

د پاکستان د پنجاب په چکوال سیمه کې مېشت یو افغان کډوال حقیار چې د "اې‌سي‌سي" کارت لري ازادي راډيو ته وویل: "دا دی پنځلسم تاریخ لا نه دی رارسېدلی او دوی اخته دي په بېلابېلو ځایونو چاپې اچوي او افغانان نیسي او پیسې ترې اخلي، خو دلته زموږ ډېرې پیسې بندي دي، دلته مو کار روزګار دی که هلته ځو دا هر څه رانه پاتې کېږي او هلته هم وضعیت ښه نه دی او دلته دوی زموږ تنګول پیل کړي دي."

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې مېشت یو بل افغان کډوال احمد وویل: "د پاکستان حکومت د ورکړل شوي مودې نه مخکې پولیس ځای پرځای افغانان تنګوي، ان کورونو ته راځي او ځوروي مو. دا تېره ورځ یې زما د تره زوی نیولی و او د پیسو په بدل کې مو راخوشې کړ. موږ د یواین‌ایچ‌سي‌آر نه غوښتنه کوو چې په پاکستان حکومت فشار راوړي تر څو له خپلې دغه پرېکړې په شا شي."

دغه افغان کډوال ادعا کوي چې په تېر کوچني اختر کې د پولیسو له وېرې چې وبه نیول شي له کورونو نه دي وتلي او د اختر خوښي یې نه ده نمانځلې.

ازادي راډیو هڅه وکړه په دې اړه له ښکېلو لوریو په ځانګړي ډول په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت، په افغانستان کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د یواین‌ایچ‌سي‌آر له ویانده قیصر اپرېدي معلومات وغواړي، خو اړیکې ځواب نه کړې.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت
په اسلام‌اباد کې د طالبانو د حکومت سفارت

خو په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزه وايي ښکاري چې پاکستان د کډوالو د ایستلو په برخه کې د هیڅ لوري غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی او لا هم په خپله پرېکړه ټینګار کوي.

وړاندې تر دې ګڼو نړیوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو د دوهمې لړۍ د پیل کېدو پرېکړه بېرته واخلي.

پاکستان پرېکړه کړې چې د اپرېل په ۱۵مه یانې دوه ورځې وروسته له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو دویمه لړۍ پیل کړي.

په دې کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې د ا‌ې‌سي‌سي په نوم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

دا هغه افغان کډوال دي چې له کلونو راهیسي په پاکستان کې اوسېږي او په ۲۰۱۷م میلادي کال کې ورته د دې هیواد له لوري دغه قانوني اسناد ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یا یواین‌ایچ‌سي‌آر د معلوماتو پر بنسټ د دغه کډوالو شمېر ۸ لکه اتیا زره کسانو ته رسېږي چې اوسمهال یې د اسنادو موده پای ته رسېدلې ده.

د یادونې ده چې پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو په لومړۍ مرحله کې چې د تېر کال په نومبر میاشت کې یې پیل کړه، بې اسناده افغانان له خپلې خاورې وایستل چې شمېر یې له پنځه لکو زیات ښودل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG