د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

له پاکستان څخه د نورو افغان کډوالو د اېستو په اړه د کډوالۍ د یو شمېر سازمانونو اندېښنې


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

داسې مهال چې په یو شمېر سیمو کې پاکستاني حکومت له افغان کډوالو غوښتي چې تر سبا له دې هېواد ووځي، د مهاجرت نړیوال سازمان"IOM"، د ناروې د کډوالو شورا"NRC"، د ډنمارک د کډوالو شورا"DRC" او ۹ نورو سازمانونو د افغان کډوالو د اخراج د دویم پړاو په اړه اندېښنه ښودلې.

دې سازمانونو په یوه ګډ راپور چې پرون یې خپور کړی لیکلي، افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر ته په پام د دوی ملاتړ، ځای پر ځای کېدنې، روغتیا او پوهنې په برخه کې اضافي سرچینو ته اړتیا ده.

دا اندېښنه داسې مهال مطرح کېږي چې پاکستان د مارچ میاشتې په وروستیو کې رسمي اعلان وکړ چې د "POR" یا د ثبت سند لرونکي او "ACC" يا افغان وګړو کارډ اسناد لرونکو افغانانو د اخراج لړۍ پیلوي.

که څه هم د پاکستان حکومت رسماً د دې بهیر د پیل په اړه څه‌ نه‌دي ویلي، خو ازادي راډیو ته یو شمېر افغان کډوالو او په پاکستان کې له افغان کډوالو یو شمېر ملاتړو بنسټونو تایید کړې چې په ځینو سیمو کې له هغو کسانو چې د "POR" او "ACC" کارډونه لري غوښتل شوي چې تر سبا له دې هېواد ووځي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ وایي:

"دوی هغو سیمو ته ورځي او ورته وايي چې تر سبا سهار په خپله خوښه ولاړ شئ. په بلوچستان، په ځانګړي ډول د جنوبي پښتونخوا په پشین، چمن او نورو کې خلکو ته دا هم ویل شوي چې د پي‌او‌ار لرونکې دي هم ووځي. یعنې هلته دوی دا توپیر هم نه کوي چې کوم د ای‌سي‌سي او کوم د پي‌او‌ار لرونکي دي. "

د جنوبي پښتونخوا په پښین کې مېشت یو کډوال د نوم له خپرولو پرته ازادي راډیو ته تایید کړه چې ترې غوښتل شوي، څو تر سبا سهار افغانستان ته ولاړ شي.

"دلته نږدې سل یو نیم سل کوره پراته یوو. اوس راته ولاړ دي او وايي چې ولاړ شئ. زموږ په کلي دې ټول خلک دا شنه "پي‌او‌ار" کارټونه لري.

مخکې په پاکستان کې د کډوالو یو شمېر اړوند بنسټونو او افغان کډوالو د پاکستان د حکومت له قوله ازادي راډیو ته ویلي چې یوازې د "ACC" کارډ لرونکو افغانانو د اېستلو بهیر به د اپریل له پنځلسمې پیلوي.

د پاکستان حکومت رسما د "POR" او "ACC" کارډ لرونکو افغان کډوالو د بېرته ستنولو کره نېټه نه‌ده اعلان کړې
د پاکستان حکومت رسما د "POR" او "ACC" کارډ لرونکو افغان کډوالو د بېرته ستنولو کره نېټه نه‌ده اعلان کړې

دا په داسې حال کې ده چې د IOM، NRC او DRCپه ګډون ۱۲ سازمانونو په خپل راپور کې لیکلي، په پاکستان کې د سیاسي وضعیت د بدلون پر بنسټ، شاید نږدې ۵۰ زره کورنۍ چې د "POR" او "ACC" کارټونه لري، افغانستان ته ستنې کړل شي.

په ورته وخت کې په پاکستان کې د "POR" او "ACC" کارټ لرونکو افغانانو له ډلې یو شمېرو یې ازادي راډیو ته ویلي، د بېرته ستنېدنې لپاره ډېر کم وخت ورکړل شوی او حیران دي چې څه ډول خپل کار روزګار را ټول او افغانستان ته ستانه شي.

زمری چې له تېرو ۳۵ کالو راهیسې د پاکستان په راولپنډۍ کې مېشت دی او د "POR"کارټ لري ازادي راډیو ته وویل:

"اوس موږ ډېر ډارېږو چې دوی موږ و نه شړي. زموږ کار روزګار، تجارت او دکانونه ټول دلته دي. موږ ډېر په تشویش کې یوو. د پاکستان له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړو چې یا زموږ کارټونه تمدید کړي یا وخت راکړي چې خپل سرمایې راټولې کړو. "

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي شورا د معلوماتو پر بنسټ، "POR" کارټونه د دوی له‌خوا په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې نږدې ۲،۱۵ میلیونه افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.

د دې ترڅنګ په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او پاکستان حکومتونو د یوې موافقې پر بنسټ، افغان کډوالو ته "ACC" کارټونه ورکړل چې د UNHCR د اټکل پر بنسټ؛ نږدې ۸۴۰ زره افغان کډوالو تر لاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG