د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

پاکستان د افغان کډوالو د ایستو نوی پړاو نن پيلوي


پاکستان کې یو شمېر اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال - ارشیف

له پاکستانه د اې سي سي یا افغان تابعیت لرونکو او راجستر شویو کډوالو د ایستلو په لړۍ کې اته نیم لکه کډوال له ګواښ سره مخ دي.

پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د اپرېل تر ۱۵مه یې دغو افغانانو ته وخت ورکړی وو چې په خپله خوښه ووځي.

د دې مودې په ختمېدو سره دا دی د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیلیږي. ګڼ دا افغانان له کلونو او ان لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او وايي چې په لږ وخت کې خپل کاروبار نه شي پرېښودلی.

له دې ډلې یوه افغان کډوال احمد چې په پېښور کې زېږیدلی ازادي راډیو ته وویل:

" دلته زموږ ډېرې پيسې بندې دي. کاروبار مو دلته دی. هلته که هم ځو حالات خرابه دي. دلته هم دوی موږ تنګوي. دا چې اوس په عجله وځو هر څه رانه پاتې کېږي او په نیمايي قیمت مواد را نه اخلي. په کار ده چې موږ ته یو حل لار وایستل شي او زموږ ستونزه حل شي."

افغان کډوال شکایت کوي چې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې پولیسو له ټاکلې مودې مخکې د خلکو د ځورولو او نیولو لړۍ پيل کړې ده.

له دې ډلې یوه افغان کډوال حقیار ازادي راډیو ته وویل:

" دلته پولیسو تنګول شروع کړي. موږ د مېوې کار کوو. دا کار ژر نه ختمیږي. پولیس راغلي وو چاپه یې ووهله. زما ورور یې هم ونیوه او زما تره یې هم ونیوه زه ترې وتښتېدم."

پاکستان له څو میاشتو راهیسې تر نیم میلیون زیات افغان کډوال یا خپله په زوره ایستي یا یې دوی دغه وتو ته اړ ایستي
پاکستان له څو میاشتو راهیسې تر نیم میلیون زیات افغان کډوال یا خپله په زوره ایستي یا یې دوی دغه وتو ته اړ ایستي

په پاکستان کې له کلونو مېشتو افغانانو سربېره ګڼ هغه افغانان هم د ایستلو له ګواښ سره مخ دي چې د طالبانو په بیا واکمنېدو دغه هېواد ته تللي او اوس لویدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه ناست دي. له دې ډلې هم اکثرو خلکو په تېرو کلونو کې ځانونه له پاکستاني ادارو سره ثبت کړي او اسناد لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته له ۶۰۰ زرو ډېر افغانان پاکستان ته تللي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکي او د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي چې په شپږو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر کسان له پاکستانه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

اکثر دا افغانان چې په ساړه ژمي کې له پاکستانه وایستل شول په افغانستان کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د روان کال د مارچ په ۱۱مه یوه احصایه خپره کړه او ویې ویل چې په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال مېشت دي او دوی ته د رسېدو لپاره ۳۶۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG