د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

ډیکر: د جنسیتي تاوتریخوالي له‌منځه وړلو او د افغان ښځو د حقونو بېرته ستنولو لپاره هڅه کوم


د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو او افغان ښځو ته د لومړنیو انساني حقونه د بېرته ستنولو لپاره هڅه کوي.

د افغانستان په زندانونو کې د طالبانو له‌خوا افغان ښځو سره د ناوړه چلند د ادعاوو په اړه د اندېښنو په دوام، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره وايي، په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو او د افغان ښځو د اساسي بشري حقونو د بېرته ستنولو لپاره هڅه کوي.

کرن ډیکر د چهارشنبې په ورځ د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې جنسي تاوتریخوالی هرکله یو ناوړه عمل دی.

مېرمن ډیکر په دې اړه ټینګار کړى چې په هر ځای کې مېرمنې د خوندي ټولنو او ژوند مستحقې دي.

نوموړې زیاته کړې: "زه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له قربانیانو سره خپل یووالى او ملاتړ څرګندوم او ژمنه کوم چې په افغانستان کې د جنسي تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د له‌منځه وړلو، د زده کړې او پوهاوي د کچې د لوړولو او د افغان مېرمنو د اساسي بشري حقونو د بېرته ستنولو په برخه کې خپله ټوله هڅه وکړم."

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د ښځو په ځانګړې توګه د طالبانو په زندانونو کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

ارشیف: یو طالب وسله وال د بې وزله مېرمنو مخې ته ولاړ دی
ارشیف: یو طالب وسله وال د بې وزله مېرمنو مخې ته ولاړ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې طالبانو له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې کوي او د دوى له خوا جنسي تېری او له ښځو سره تاوتریخوالی شتون لري.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې یوازې د افغانستان په درېیو شمالي ولایتونو کې د طالبانو د حکومت په زندانونو کې له ۹۰ ښځو څخه ۱۶ یې له جنسي تېري وروسته امیندوارې شوې دي.

يو شمېر ښځې چې د طالبانو د زندانو تجربه لري هم دا خبره مني او ادعا کوي چې په زندانونو کې د طالبانو له لوري ورسره ناوړه چلند کېږي.

رقیه سعی یوه له هغو افغان معترضو ښځو څخه ده چې د طالبانو له‌خوا نیول شوې او ادعا کوي چې ځورول شوې او شکنجه شوې ده.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو په زندانونو کې د خصوصي حريم په نوم څه نه‌شته او هر څه يې چې زړه وغواړي کوي یې، جسمي او روحي شکنجه شتون لري، حتى جنسي تېري هم کېږي. کله چې د دوهم ځل لپاره زه ونيول شوم او بندي شوم زما څخه یوه ویډیو اخیستل شوې چې زه یې اوس په اړه خبرې نه‌شم کولی."

ارشیف: په تخار کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په تخار کې د معترضو مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د افغانستان د شمالي ولایتونو یوه بلې معترضې مېرمنې ډاکتر کریمه اعظم ازادي راډیو ته ادعا وکړه او ویې ویل: " کابو یوه شپه او ورځ هلته وم، ډېره ووهل شوم، حتی په جارو یې زما تناسلي اله وهله او زما سینې یې کش کولې، په بد حالت کې وم. بالاخره زه د پیسو په ورکولو سره خوشې شوم، له دندې ګوښه شوم اوس په کور یم. د رواني او روهي اقتصادي ستونزو سره مخ یم او مېړه مې له زندان تر خوشې کېدو وروسته زه پرېښودم."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د افغان ښځو د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم واخلي، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، ښځې له زدکړو، تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو او په ډېرو دولتي او ټولو غیردولتي دفترونو کې له کار کولو راوګرځول شوې او له شرعي محرم پرته یې په لرې واټن سفر هم بندیز ولګېد.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG