د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د تورخم دروازه د سرطاني ناروغانو پر مخ پرانيستل شوه


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

د تورخم دروازه له څلورو ورځو تړل کېدو وروسته د سرطاني ناروغانو پر مخ پرانیستل شوه.

د طالبانو حکومت تر کنترو ل لاندې باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ ننګرهار کې طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي یوه ویډیو خپره کړې چې په کې ویل شوي، دا لاره د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د خبرو اترو وروسته د پنجشنبې په ورځ د ناروغانو پر مخ پرانیستل شوه.

هغه وویل: "ټول هغه ناروغان چې د سرطان ناروغي ولري او په ننګرهار کې د ځانګړي کمېسیون شپږ میاشتني کارتونه ولري، کولای شي چې پښتونخوا ته د درملنې په موخه سفر وکړي. هغه ناروغان چې په ناعلاجه ناروغیو باندې اخته دي هغوی کولای شي ننګرهار کې د صحت ځانګړي کمېسیون ته مراجعه وکړي تر څو ځانګړی خط ترلاسه کړي او له هغې وروسته پښتونخوا ته ولاړ شي."

د کابل اوسیدونکې مریم چې د کولمو په سرطان اخته ده او په پاکستان کې تر درملنې لاندې ده، ازادي راډيو ته یې وویل: "موږ چې خبر شو چې لاره بنده ده ډېره خپه شوم ځکه دومره پیسې پیدا کړم چې درملنه مې وکړم، که ویزه پرې واخلم؟ اوس مې چې واورېد دا لاره له ویزې پرته د سرطاني ناروغانو پر مخ خلاصه شوې، دا ډېر ښه کار شوی چې زه ولاړه شم او درملنې ته مې دوام ورکړم."

نوموړې ادعا کوي چې له قانوني لارې د پاکستان ویزې تر لاسه کول ډېر وخت نیسي او په تور بازار کې یې بیه له ۶۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې رسېږي چې له اقتصادي پلوه یې د ترلاسه کولو توان نه لري.

کابل مېشته خاطره، چې زوی یې د سرطان په ناروغۍ اخته دی، وايي: "د تورخم لارې خلاصېدل د ناروغانو لپاره په ځانګړي ډول د سرطان ناروغانو لپاره ډېر ښه خبر دی، ځکه په افغانستان کې ډېرې پیسې مصرفېږي او خلک اطمینان نه لري چې زموږ ناروغ به ښه شي که نه. زما زوی هم د ویني سرطان لري، کله چې د تورخم دروازه بنده شوه موږ ډېر ننګونو سره مخ شوو."

ارشیف: په تورخم کې ناروغان پاکستاني اړخ ته د اوښتو شېبې شمېري.
ارشیف: په تورخم کې ناروغان پاکستاني اړخ ته د اوښتو شېبې شمېري.

په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت لخوا له ویزې پرته د ناروغانو پر مخ د تورخم دروازې د تړلو خبر ورکړی و.

له دې خبر وروسته یو شمېر ناروغانو او د هغوی کورنیو ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د طالبانو او د پاکستان له حکومته یې غوښتي وو چې دغه ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

تر دې مخکې به ناروغان، په ځانګړی ډول د سرطان ناروغان په ننګرهار ولایت کې د "ټوکن" پارچې په اخیستو سره به له ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته تلل او د خپلې ناروغۍ درملنه به یې کوله.

په افغانستان کې د سرطان ناروغانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله ډېری کسان د درملنې لپاره د پاکستان او هند په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته تلل، خو د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته اوسمهال ډېر شمېر یې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، ځکه هند په افغانستان کې د نظام د بدلون راهیسې افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړي دي.

د یادونې ده، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان حکومت د تورخم دروازه له ویزې پرته ناروغانو پر مخ تړلې، له دې وړاندې یې هم دا اقدام کړی چې تر خبرو وروسته یې خپله پرېکړه بېرته اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG