د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۲

ډبلیو‌ایچ‌او: په درېیو میاشتو کې تنفسي ناروغیو لږترلږه ۱۲۲۰ افغانان مړه کړي


ارشیف: په کابل کې د ککړې هوا یو انځور
ارشیف: په کابل کې د ککړې هوا یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" وايي، د روان زیږدیز کال په څه باندې لومړیو درېیو میاشتو کې لږترلږه ۱۲۲۰ کسان په افغانستان کې د سینه بغل په ګډون د شدیدو تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د دوی له ډلې ۱۰۷۶ تنه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان وو.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د عفوني ناروغیو د خپرېدو په اړه په یوه راپور کې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر شپږمې نېټې پورې د دغه ډول ناروغیو د مثبتو پېښو او د مړینې شمېرو په اړه بحث وکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په دې موده کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۵۲۹ زره او ۸۱۱ کسان چې له ۶۳ سلنه زیات یې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، په شدیدو تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

"ډبلیوایچ‌او" همدا شان ویلي چې د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې په افغانستان کې له ۱۶ زرو څخه زیاتې د شري شکمنې پېښې ثبت شوي چې په پایله کې یې ۸۳ تنه مړه شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې په دې ناروغۍ تر ۸۰ سلنه ډېر اخته کسان تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي چې ډېری دغه پېښې په سمنګان، بلخ، خوست او فراه ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

ارشیف: په بغلان کې د خښتو یوه بټۍ. روغتیاپالان وايي، د داسې ککړې هوا له کبله هم تنفسي نارغۍ پیداکېږي.
ارشیف: په بغلان کې د خښتو یوه بټۍ. روغتیاپالان وايي، د داسې ککړې هوا له کبله هم تنفسي نارغۍ پیداکېږي.

په ورته وخت کې، په ننګرهار ولایت کې یوې مور چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د تېر ژمي په لومړیو کې یې درې ماشومان د سینه بغل په ناروغۍ اخته شوي وو، خو لا هم نه دي روغ شوي.

هغه وايي: "ماشومان مې ناروغان دي ټوخېږي، سینې یې خرابې دي، ټول ژمی مې ډاکتر ته بیولي، بیخي دوا ورته فایده نه کوي، سمه دوا نه ورکوي، هره ورځ ناروغان وي، بس بیا مو ډاکتر ته روان کړي."

له بلې خوا د ړنګ شوي جمهوري نظام د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت پخوانی رییس غلام دستګیر نظري وايي، د افغانستان په روغتیايي برخه کې د بودیجې کمښت، د روغتیايي مرکزونو په شمېر کې د پام وړ کموالی او په سړه هوا کې د دې مرکزونو ته د خلکو د لاسرسي ستونزې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل شوي دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "له بلې خوا د هوا د ککړتیا موضوع هم په دې کې ډيره برخه لري چې باید ډېره پاملرنه وشي، او د هغه څه له سوځولو دې ډډه وشي چې په هوا کې د کاربن ډای اکسایډ د ډېرېدو لامل کېږي."

د داخلې ناروغیو یو شمېر ډاکترانو تر دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو چې سخته یخنۍ، د هوا ککړتیا او ماشومانو لپاره د منظم واکسین او مناسبې تغذیې نشتوالی د دې ناروغیو اصلي لاملونه دي.

د طالبانو حکومت د ادعا سره سره چې د افغانستان د روغتیا په سکتور کې ښه‌والی راغلی، یو شمېر نړیوالو سازمانونو تل د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

له دې جملې څخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې شاوخوا ۹،۵ میلیون وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG