د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

د پاکستان حکومت د راجسټر شویو افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله


ارشیف: په پاکستان کې اسناد لرونکي افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې اسناد لرونکي افغان کډوال

د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د راجسټر شویو افغان کډوالو د استوګنې موده د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوله.

په اسلام آباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال د راپور له مخې دا پرېکړه پرون د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د فدرال کابینې په غونډه کې وشوه.

له دې غونډې وروسته کابینې په یوه بیان کې وویل چې د پي‌اوآر POR اسنادو د لرونکو افغان کډوالو کارتونه د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر دېرشمې پورې تمدید شوي، خو په بیان کې دا هم راغلي دي چې دا کډوال د غیرقانوني کډوالو د ایستلو په وروستي پړاو کې له پاکستانه ایستل کېږي.

د بیان له مخې دا پرېکړه د ایالتونو او سرحدونو د وزارت د وړاندېز په اساس شوې ده.

بیان زیاتوي چې د پي‌اوآر کارتونو لرونکي افغان کډوال د پاکستان په ښوونځیو کې د شمولیت، د بانکي حسابونو د لرلو او نورو آسانتیاوو حق لري.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ د ارقامو له مخې اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ میلیون راجسټر شوي افغان کډوال اوسېږي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۳۰مه
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۳۰مه

د فدرال کابینې د بیان له مخې د پي‌اوآر کارتونو د لرونکو افغان کډوالو ایستل به د هغو کډوالو د ایستلو د بهیر له بشپړېدو وروسته پیل شي چې د چارواکو په وینا په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.

په بیان کې همداراز ویل شوې چې د افغانانو په ګډون د ناقانونه بهرنیو وګړو د ایستلو لومړی پړاو همدا اوس روان دی.

په پاکستان کې یوشمېر دېره افغان کډوالو ته پر پي‌اوآر POR کارتونو سربېره د اې‌سي‌سي ACC یا د افغانانو د پېژندپاڼې په نوم کارتونه هم ورکړل شوي وو.

دا کارتونه په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان له پخواني حکومت سره د موافقې په اساس افغان کډوالو ته وېشل شوي وو.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال افغانستان ته روان دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر درېیمه
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال افغانستان ته روان دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر درېیمه

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو چې د قانوني اسنادو د لرونکو افغانانو د ایستلو لړۍ به د اپریل په ۱۵مه پیل شي خو تراوسه چې پر دې مهلت ۱۲ ورځې اوښتي چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي او د کابینې په پروني بیان کې هم د دې کارتونو د لرونکو کډوالو یادونه نه ده شوې.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په درېیمه د پاکستان سرپرست حکومت افغان کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې یعنې له یوې میاشتې لږ مهلت وټاکه چې له دې هېواده په خپله خوښه ووځي که نه په زور به وایستل شي.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ یا یو‌این‌ایچ‌سي‌آر UNHCR پرون پر خپله ویبپاڼه په یوه راپور کې وویل چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر پرونۍ ورځې پورې ټول ۵۶۲ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG