د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پاکستان کې اسنادو لرونکو افغان کډوالو ته د پولیسو خبرداری: ژر تر ژره خپل هېواد ته لاړ شئ


ارشیف: په په پاکستان کې پولیس د یوه افغان کډوال ماشوم د اسنادو لیدلو پر مهال
ارشیف: په په پاکستان کې پولیس د یوه افغان کډوال ماشوم د اسنادو لیدلو پر مهال

په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال چې په دې هیواد کې د اوسېدو قانوني اسناد "پي‌اوآر" او "اې‌سي‌سي" (POR او ACC) کارتونه هم لري وايي د دغه هېواد پولیسو خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې خپل هېواد ته ستانه شي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له مهالوېش یوه ورځ وروسته، یو شمېر دغه کډوال چې د کډوالۍ ځانګړي "پي‌اوآر" او "اې‌سي‌سي" کارتونه لري، ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني پولیسو دوی ته د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې تر راتلونکې یوې ورځې دې له دغه هېواده ووځي.

یو افغان کډوال، چې ولي نومېږي او د ياکستان د بلوچستان د بټي‌زي سیمې کې په "پي‌او‌آر" کارت ژوند کوي، وایي پولیسو ورته ویلي چې دغه سیمې دې پرېږدي.

هغه وايي: "موږ پرون راورسېدو، تقریباً د شپېتو اويا کورونو تر منځ يوو. پرون يوه بجه وه چې موږ ته يې وويل چې سبا تر لسو بجو به دلته څوک نه وي، هر څوک دې خپلې کډې بار کړي، که نه نو تاسو به په زوره وباسو."

په بلوچستان کې د افغان کډوالو یو استازي ظاهر پښتون وایي، مرکزي او ایالتي حکومت تر دې دمه په دې اړه کومه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې، خو پولیس د ځینو کډوالو کورونو ته ورغلي او هغوی ته یې ویلي چې دا سیمې دې پرېږدي.

هغه وویل: "د بلوچستان په سیمه کې هغه کلي چې په ښکته او لوړو سیمو کې پراته دي، هغه کډوال چې له ځايي خلکو سره اوسېږي، د پاکستان پولیس یا د صوابې پولیس هغو سیمو ته ورځي او ورته وايي چې زېړ کارت (اې‌سي‌سي) لرونکي دې ژر تر ژره ووځي."

ارشیف: په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو د اسنادو کتلو پر مهال
ارشیف: په کراچۍ کې پولیس د افغان کډوالو د اسنادو کتلو پر مهال

د اسلام اباد په مهراباد سیمه کې یو بل افغان کډوال رحمان ادعا کوي چې يولیس کډوال ځوروي.

هغه وویل: "له دې خوارکیو سره ظلم کوي، بندي کوي يې او پيسې ترې اخلي، له ٢٠ تر ٣٠ زره کلدارې ترې اخلي او ډېر یې په تکلیفوي. د دې لپاره چې له خپلو کورونو ووځي او ورته وايي چې موږ تاسو ته وخت درکوو چې خپل هېواد ته ستانه شئ."

د پاکستان حکومت تر دې دمه په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې، خو له دې مخکې یې اعلان کړی و چې افغان تابعیت لرونکي کډوال به د اپرېل تر ۱۵مې پورې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي او له هغې وروسته به د اخراج لړۍ پیل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې شاوخوا ۲.۱۵ میلیونه افغانانو ته "پي‌اوآر" کارتونه ویشل شوي وه.

سربېره پر دې، په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ د یوې هوکړې له مخې افغان مهاجرینو ته د "اې‌سي‌سي" کارتونه ورکړل شول چې د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" UNHCR د اټکل له مخې یې شمېر ۸۴۰ زرو ته رسېږي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اندېښنو په لړ کې د یکشنبې په ورځ د کډوالو نړیوال دفتر "آی‌او‌ایم" IOM، د ناروې د کډوالو شورا "این‌آر‌سي" NRC او د ډنمارک د کډوالو شورا "ډي‌آر‌سي" DRC په ګډون ۱۲ سازمانونو د پاکستان د دغه اقدام په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویلي یې دي چې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمیر ته په پام سره د ملاتړ ځای په ځای کولو روغتیایی خدمتونو او تعلیم په برخه کې اضافي سرچینو ته اړتیا ده.

د پاکستان حکومت تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی و چې تر اوسه یې له ۵۰۰زرو څخه زیات کډوال ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG