د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

اسناد لرونکو کډوالو جبري ایستل؛ خیبر پښتونخوا حکومت: دا چاره به له افغانستان سره اړیکې ترینګلي کړي


ارشیف: په پاکستان کې اسناد لرونکي افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې اسناد لرونکي افغان کډوال

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت وايي چې له پاکستانه د اسنادو لرونکو افغان کډوالو جبري ایستل به له افغانستان سره د دې هېواد اړیکې ترینګلي کړي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت پرون غوښتنه وکړه چې له اسناد لرونکو افغان کډوالو سره باید ناوړه چلند ونه شي او له پاکستانه ونه ایستل شي.

محمدعلي سیف پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې د دوی دنده دا وه چې بې اسنادو افغان کډوال وپېژني او له دې ایالت څخه یې وباسي.

سیف زیاتوي چې په لومړي پړاو کې ټول هغه افغانان چې په دې ایالت کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل وایستل شول او هغوی خپل هېواد ته ستانه شول.

د سیف په وینا، د دې کډوالو ایستل د توجیه وړ و، خو د ده په وینا اوسمهال د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو ایستل او یا له هغو سره ناوړه چلند د توجیه وړ کار نه دی او باید دا کار ونه شي.

په پاکستان کې دېره افغانانو ته دوه ډوله کارتونه ورکړل شوي دي چې یو ډول د اې‌سي‌سي ACC په نوم او بل ډول یې د پي‌اوآر POR په نوم یادېږي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۳۰مه
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۳۰مه

اې‌سي‌سي ACC د افغانانو د پېژندپاڼې په معنا ده چې په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان له پخواني حکومت سره د موافقې په اساس افغان کډوالو ته وېشل شوي دي.

او پي‌او‌آر POR هغو اسنادو ته ویل کېږي چې د پاکستان په حکومت کې د کډوالو ثبتول ثابتوي.

په پاکستان کې د دېره افغان کډوالو د شورا رییس میراحمد رووفي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت د اې‌سي‌سي ACC کارتونو اعتبار باطل کړی دی.

هغه وايي: "د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو له اي‌سي‌سي ACC یا هغو کارتونو سره تړلی دی چې دولت افغانانو ته ورکړي. دولت دا کارتونه باطل کړي دي. اوس موږ منتظر یو چې که دا موضوع په درېیم پړاو کې مطرح کېږي، نو هغه مهال باید یواین‌ایچ‌سي‌آر UNHCR او دولت په خپلو کې په دې اړه یوه تفاهم ته ورسېږي."

د ملګرو ملتونو د شمېرنو له مخې په پاکستان کې له درې نیم میلیون زیات افغان کډوال دېره دي چې شاوخوا ۱،۳ میلیون ته یې د پاکستان حکومت د ثبت اسناد یا پي‌او‌آر POR کارتونه ورکړي، نژدې ۸۴۰ زره د افغان وګړو پېژندپاڼې یا اې‌سي‌سي ACC کارتونه لري خو پاتې نور هېڅ راز قانوني اسناد نه لري.

ملګري ملتونه وايي چې د تېرکال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټه څخه تراوسه له پنځه نیم لکو زیات افغان کډوال له پاکستانه یا په جبري ډول ایستل شوي او یا په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال افغانستان ته روان دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر درېیمه
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال افغانستان ته روان دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر درېیمه

د پاکستان حکومت له دې هېواده د قانوني اسنادو د لرونکو افغانانو د ایستلو د پړاو د پیل په اړه رسماً تراوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې خبرداری ورکړی و چې د اپریل له پنځلسمې وروسته به د اې‌سي‌سي ACC کارتونو لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته په خپلو پیغامونو کې ویلي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو ډېر جدي نه دی او فشارونه کم شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي چې بې سنده افغان کډوال د امنیتي اندېښنو له کبله باسي.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې یو شمېر دا کډوال د دې هېواد پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په حملو کې لاس لري، په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ ارقام ښيي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږ لکو ډېرو افغانانو په پاکستان کې پناه اخیستې ده.

ډېره برخه دا فغانان چې درېیمو هېوادونو ته انتقال ته په تمه دي شکایت کوي چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د دوی ټول کارونه په ټپه ولاړ دي او دوی په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG