د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

د افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو پر ناوړه چلند اندېښنه ښودل شوې


ارشیف: په کابل کې له ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې له ښځو سره د طالب وسله والو د چلند یو انځور

ماډرن ډیموکراسي:

ماډرن ډیموکراسي مجلې چې له اروپا خپرېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د تازه فشارونو پر دوام لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د متخصصانو د جمعې ورځې بیان ته اشاره شوې چې د خپلسرو نیونو، د ښځو او نجونو د توقیف او له هغوی سره د ناوړه چلند د ګڼو راپورونو په باب په کې سخته اندېښنه ښودل شوې ده.

د مجلې په لیکنه، دغه پېښې د جنورۍ میاشتې له لومړیو زیاتې شوي او له هغو قیوداتو سره ارتباط لري چې طالبانو د ښځو د جامو د څرنګوالي په تړاو لګولي دي.

د ماډرن ډیموکراسي مجلې په لیکنه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا ګمارل شویو متخصصانو پر اوسنیو حاکمانو غږ کړی چې د ښځو په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي له منځه وړلو کنوانسیون په ګډون د بشري حقونو په اړه د افغانستان مکلفیتونه رعایت کړي.

د مجلې په لیکنه پر ښځو او نجونو د طالبانو تازه محدودیتونه د کابل په لوېدیځ کې پیل شول چې تر ډېره هزاره وګړي په کې مېشت دي او دغه کسان په وروستیو کلونو کې له ناامنیو کړېږي.

طالبانو په لومړیو کې تایید کړې وه چې هلته یې ځینې ښځې او نجونې بې حجابۍ ته د لمن وهلو په تور نیولي، خو وروسته یې دا موضوع رد کړه.

د مجلې په لیکنه، د طالبانو دغه فشارونه په نورو ولایتونو لکه بامیان، بغلان، بلخ، دایکنډي او کندوز کې هم پراخ شول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ ویلي چې تر اوسه هېڅ ښځه د بدحجابۍ په تور له دوی سره توقیف نه ده.

ماډرن ډیموکراسي لیکي، د راپورونو له مخې د طالبانو له خوا د بدحجابۍ په تور ښځې او نجونې د خرڅلاو د مرکزونو، ښوونځیو او بازارونو په ګډون په عامه ځایونو کې د عملیاتو پر مهال نیول کېږي.

مېل انلاین:

د بریتانیا انټرنېټي خپرونې مېل انلاین په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان د هغه وګړي په باب لیکنه خپره کړې چې په لندن کې یې د یوې ښځې او د هغې د دوو لوڼو پر مخونو تېزاب شیندلي دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي چې د بریتانیا پولیسو ویلي، د عبدال ایزدي په نوم دغه کس چې پولیس یې په شدت د نیولو هڅه کوي، ښايي له جنایتکارو ډلو سره ارتباط ولري.

بي بي سي د خپلو معلوماتو له مخې لیکلي چې دغه کس چې عبدالشکور ایزدي یې نوم یاد شوی، له افغانستانه له وتلو وروسته په ۲۰۱۶ کال کې په قاچاقي ډول بريتانيا ته تللی دی.

د پولیسو هغو چارواکو چې د دې قضیې په څېړنه بوخت دي، اندېښنه ښودلې چې یوه جنایتکاره ډله ښايي له مشکوک کس سره د هغه په پټېدو کې مرسته کوي، چې چارواکو ته په لاس ورنه شي.

داسې ښکاري چې ایزدي دغه ۳۱ کلنه ښځه پېژندله او هغې له ایزدي ځان پټ کړی و او له خپلو دوو وړو لوڼو سره په یوه هوټل کې اوسېدله.

پولیس وايي چې د ایزدي په نوم مشکوک کس وروستی ځل د چهارشنبې ناوخته د لندن په شمال کې لیدل شوی دی.

امنیتي چارواکو له خلکو غوښتي چې که نوموړی ګوري، نو د ورنږدې کېدو هڅه دې نه کوي، بلکې پولیسو ته دې زنګ ووهي.

د بي بي سي د معلوماتو له مخې ایزدي په ۲۰۱۸ کال کې د جنسي ځورونې په یوه قضیه کې هم محکوم شوی و، خو وروسته یې بیا هم د پناه اخستو غوښتنه منل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG