د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

ملګري ملتونه: افغانستان کې یو میلیون او دوه سوه زره ښځې په خوارځواکۍ اخته دي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ملګروملتو د خوړو د نړیوال پروګرام یوه چارواکې وايي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ښځو شمېر یو میلیون او ۲۰۰ زرو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د تغذیې د څانګې مسوولې مونا شیخ په یوه ویدیو کې چې د پنجشنبې په ورځ یې پر خپله ایکسپاڼه کې خپره کړه، وویل: په سوتغذیه د مبتلا ښځو شمېر په زیاتېدو دی.

دې همداراز د ماشومانو یادونه کړې او ویلي چې په افغانستان کې به سږ کال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر درې میلیونو ته ورسیږي.

" تېر کال مو اټکل کاوه چې په دې هېواد کې به شاوخوا ۸۰۰ زره اومیندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له خوارځواکۍ سره مخامخ وي؛ خو د دې ښځو شمېر تر دې زیات شو او ۱۲ سوه میلیونو ته ورسېد، له بده مرغه باور کېږي چې سږ کال دا شمېر نور هم زیات شي. اټکل کېږي چې سږ کال ۳ میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شي خو موږ به له یو میلیون او ۶ لکو سره مرسته وکړای شو."

ګڼ افغان ماشومان هم د اقتصادي ستونزو له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي
ګڼ افغان ماشومان هم د اقتصادي ستونزو له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، په افغانستان کې کلینیکونو ته د درملنې لپاره په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو مراجعه زیاته شوې ده.

د خوړو د نړیوال پروګرام د تغذیې د مسوولې په وینا، ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د دې ډول ماشومانو لپاره ۲۷۰۰ کلینیکونه جوړ کړي دي.

له بلې خوا د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې له ۲۰۲۱ څخه را په دې خوا د افغانانو عاید کم شوی دی.

د دې ادارې پر اساس، زلزلو او له پاکستان څخه د لکونو کډوالو په زوره ایستلو د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی دی.

د ملګروملتو د مرستو د تنظیم د ادارې، اوچا پر اساس اوس ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG