د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

افغان کډوال: د "پي‌او‌آر" کارتونو په لرلو سره بیا هم پاکستاني پولیسو نیولي یوو


ارشیف: په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې نیول شوي افغان کډوال

د پاکستان په کویټې ښار کې یو شمېر افغان کډوال شکايت لري چې د "پي‌اوآر" کارتونو په درلودلو سره بيا هم د پاکستاني پوليسو له لوري نیول شوي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او ايستلو د لړۍ په دوام کې تازه پاکستاني پولیسو د پاکستان د کویټې ښار له سلمیه سیمې څخه یو شمېر افغان کډوال نیولي او په چمن کې یې بندیان دي.

دغه افغان کډوال وايي چې له څه باندې شلو کلونو راهیسې یې په یاده سیمه کې ژوند کاوه او له دوی سره په دغه هېواد کې د د اوسېدلو د تثبيت "پي‌او‌آر" راجستر شوي کارتونه هم شته.

پا پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د بایومیټریک پر مهال
پا پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د بایومیټریک پر مهال

ظريف يو له دغو نیول شویو افغان کډوالو څخه دى، نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې له هغه ځاى چې دى په‌کې بندي دى په ټيلفون وويل چې ښايي افغانستان ته ستانه کړل شي.

هغه زیاته کړه: "موږ په کار کې وو چې دوی راغلل او موږ یې ونیولو او وایي چې موږ به افغانستان ته ولېږي اوس هم موږ ١٧ کسه همدلته بندي يوو، ټول دلته ویده یوو."

د دغو بندیانو له ډلې یو بل تن عزت الله هم په ټیلفون ازادي راډيو ته وویل: "موږ ۱۷ کسه په همغې سیمه کې اوسېدو، هلته مو تګ راتګ درلود پرون یې موږ ونيولو او دلته یې راوستي يوو، نه پوهېږم چې افغانستان ته به مو ولېږي څه به وشي او څه‌نه."

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو استازي ظاهر پښتون هم ازادي راډيو ته وویل چې دغو افغان کډوالو له نیول کېدو وروسته له نوموړي د خوشې کولو لپاره له هغه مرسته غوښتې ده.

پښتون ازادي راډيو ته وویل: "دا زموږ ازبک ورونه دي چې د کوټې ښار په سلمیه سیمه کې یې مزدوري کوله "کار یې کاوه" ، ۱۷ تنه وو، پولیسو هغوی ونیول او چمن ته يې وړي وو، له نيول کېدو وروسته يوه ماسره اړیکه وکړه، هغه وویل چې دوی موږ ونیولو او وروسته ما د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (يواین‌ایچ‌سي‌آر) او د افغانستان قونسلګرۍ سره خبرې وکړې چې دوی نیول شوي دي."

په همدې حال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ هم د دغو افغان کډوالو په توقیف نیوکه کړې او ویلي يې دي چې ټاکل شوې دوی په زوره افغانستان ته ولېږل شي.

هغې په خپله ایکس پاڼه د دغو توقیف شویو کډوالو د استوګنې د کارتونو انځورونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې دغه بندیان حتی په پاکستان کې د "پي اوآر" کارتونه یا د ثبت د تثبپت کارتونه هم لري.

ارشیف: په پاکستان کې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال
ارشیف: په پاکستان کې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال

د روان کال د اپرېل پر ۱۵مه د پاکستان حکومت له خوا له هېواده د افغان کډوالو د ویستلو د دویم پړاو د پیلولو له ضرب الاجل یوه ورځ وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت یو شمېر کډوالو ازادي راډيو ته وویل چې پولیس د دوی کور ته ورغلي او خبرداری یې ورکړى چې پاکستان پرېږدي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷م کلونو کې شاوخوا ۲.۱۵ میلیونه افغانانو باندې "پي‌اوآر" کارتونه وېشل شوي دي.

سربېره پر دې، په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې افغان کډوالوو ته د "اې‌سي‌سي" کارتونه ورکړل شوي چې"د يواین‌‌ایچ‌سي‌آر" د اټکل له مخې یې شمیر ۸۴۰زرو تنو ته رسېږي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د نومبر د لومړۍ نېټې راهيسې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چې تر اوسه یې له ۵۲۰زرو څخه زیات کډوال له ياد هېواده ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG