د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

ډبليوایف‌پي: اقتصادي ننګونو او بشري ناورین په افغانستان کې اقتصادي وده کمزورې کړې


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" وايي، په افغانستان کې روانې اقتصادي ننګونې او بشري ناورین د دغه هېواد د اقتصادي کمزورتیا لامل شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې روانې اقتصادي ننګونې او بشري ناورین په دغه هېواد کې اقتصادي وده کمزورې کړې.

د ملګرو ملتونو اړوند دې بنسټ د پنجشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو ویلي چې د افغانستان اقتصاد د پرله‌پسې درېیم کال لپاره کسر سره مخ شي.

په دوام کې راغلي د دوامداره بشري مرستو او د لومړنیو اړتیاو لپاره د ملاتړ سره سره، د رښتیني ناخالصو تولیداتو وده چې په ۲۰۲۲م کې له ۲۰.۷ سلنه وه، په ۲۰۲۳م کال کې ۶.۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.

خو "ډبليوایف‌پي" په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي پړسوب کچه، چې د ۲۰۲۲ کال په جولای کې ۱۸.۳ سلنه وه، د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې ۹.۷ سلنې ته راټیټه شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، که څه هم د پړسوب کمښت د خوراکي توکو د بیو د راټیټېدو لامل کيږي، خو محدود کاري فرصتونه او ټیټ معاشونه د کورنیو د پېرېدولو ځواک کمزوری کوي.

د خوړو د نړيوال پروګرام د نوي راپور پر بنسټ، پر دغو ستونزو سربېره له ګاونډيو هېوادونو څخه د څه باندې نيم ميليون افغان کډوالو ستنېدل به پر دغو لږو کاري فرصتونو فشارونه لا ډېر کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو تر دې مخکې یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دا ډول راپورونه محاسبې ناسمې بللي او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې د کسب او کار وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی او د پیسو پړسوب هم کم شوی دی.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کورنۍ وايي چې په سختۍ کار پیدا کوي او دومره نه ګټي چې د اړتيا وړ توکو لپاره یې بسنه وکړي.

ارشیف: په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان

په کابل ولایت کې یوې ښځه او په هرات کې یو نارینه چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور له غاړې ده او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل چې نومونه یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته خپل نظرونه شریک کړل.

د کابل اوسېدونکې وویل: "زه اوس له کالي مينځلو راغلم، په بلاکونو کې مې د خلکو کالي پريمنځل د څو ډوډيو لپاره، له دې نه به بده ورځ رانه‌شي پر مونږ. زه مور يم او د خپلو اولادونو لپاره بايد څومره چې کولی شم کار وکړم. اوس ستړې د خپل کور په لور روانه یم د څلورو ډوډيو لپاره مې کار وکړ."

د هرات یو اوسېدونکی وايي: د ورځې ۳۰۰ افغانۍ کار کوم ځينې ورځې ۲٥۰ افغانۍ کار کوم کله کله خو یوې اوونۍ کې هم زه کار نه‌شم موندلی د ژوند ستونزې ډېرې دي.

د هرات اوسېدونکي وویل: "د ۹ کسانو لګښتونه راپه غاړه دي، له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې چې کار کوم، د ورځې ۳۰۰ افغانۍ کار کوم ځينې ورځې ۲٥۰ افغانۍ کار کوم کله کله خو یوې اوونۍ کې هم زه کار نه‌شم موندلی د ژوند ستونزې ډېرې دي."

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د دې ستونزې د حل لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کوي چې د دوی په خبره د اقتصاد پر ودې مثبت اغېز لرلی شي.

د اقتصادي چارو پوه دریا خان بهیر ازادي راډیو ته وویل: "د هغو سترو بنسټیزو پروژو د دوام لپاره چې پخوا پیل شوې وې، بيا پيلولو ته اړتيا ده چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او دوی عاید ترلاسه کړي او دویم دا چې هغه خلک چې په دولتي ادارو کې کار کوي، د کار د دوام لپاره یې هڅه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه میاشت وړاندې نړیوال بانک په افغانستان کې د اقتصادي فعاليتونو د کمښت او پړسوب د دوام له امله د اقتصادي ځوړ د کموالي خبر ورکړى و.

د اقتصادي کارپوهانو په اند، دا ډول زماني اقتصادي پړسوب هغه مهال رامنځته کېږي چې توکي په بازار کې موجود وي، خو خلک یې نه شي اخیستی او دا د یوه هېواد د اقتصاد لپاره د خطر زنګ دی.

درې میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې یا "يواین‌ډي‌پي" ویلي وو چې د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان ۸۵ سلنه وګړي د ورځې له یو ډالر څخه په ټيټه لګښت ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG