د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۷

اختر کې تفریحي پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز؛ عادل: طالبانو زما کورنۍ ته د ننوتو اجازه ورنه‌کړه


ارشیف: په کابل کې د یوه تفریحي پارک څنډه
ارشیف: په کابل کې د یوه تفریحي پارک څنډه

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو د اختر په ورځو کې د دوی مېرمنو او لوڼو ته پارکونو او نورو تفریحي ځایونو ته د تللو اجازه نه ده ورکړې.

د کابل ښار او د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو د اختر په ورځو کې د دوی د کورنیو ښځینه غړو ته پارکونو او نورو تفریحي سیمو ته د تللو اجازه نه ده ورکړې.

د کابل اوسېدونکي عادل ازادي راډيو ته وویل چې د اختر په دویمه ورځ د تفريح لپاره له خپلې کورنۍ سره پارک ته تللی و، خو له دې امله چې ښځې هم ورسره وې، پارک ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې.

عادل وايي: "موږ د اختر په دویمه ورځ پارک ته تللو چې له کورنۍ سره یو ځای شو، خو د پارک مسوولانو ښځو او نجونو ته اجازه ورنه‌کړه او بېرته کور ته راستانه شوو. موږ یوځل بیا له طالبانو غواړو چې ښځو ته اجازه ورکړي چې پارک ته ولاړې شي."

ارشیف: په کابل کې د ښځینه پارک انځور. طالبانو په ټول افغانستان کې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د ښځینه پارک انځور. طالبانو په ټول افغانستان کې پارکونو ته د ښځو په ورتګ بندیز لګولی دی.

د پروان ولايت اوسېدونکى مصور وايي چې د اختر په ورځ د ګل غونډۍ تپې ته د تفريح لپاره تللى و.

هغه زياتوي، که څه هم ګڼه ګوڼه ډېره وه، خو سیمې ته د ښځو په ورتګ بندیز و.

نوموړي زیاته کړه: "د اختر په ورځ لاړم، د ګل غونډۍ تپې ته د اختر په ورځ ډېر بيروبار ويو خو د ښځو شتون ډېر کم وو يوه يوه ښځه ليدل کېده."

د دغو کسانو له ډلې څخه یو شمېر د طالبانو د ځینو ځواکونو پر ناسم چلند نیوکه کوي او ادعا کوي چې ښځې او نجونې په ځينو امنيتي پوستو کې له تاوتريخوالى سره مخ کېږي.

د بلخ ولایت اوسېدونکې شیذر صمیم ازادي راډيو ته وویل چې د اختر په ورځو کې د امر بالمعروف او نهى عن المنکر وزارت هعه موټر درول چې ښځې به په‌کې سپرې وې او دوى به يې ځورولې.

صمیم زیاته کړه: "د اندېښنې ځای دی ځکه چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې خلک په څو پوستو کې له طالب ځواکونو سره ولاړ دي، په هغو موټرو کې چې ښځې وي پوښتنې ترې کوي او ځوروي يې حتى ښځو او نجونو ته سپکاوى کوي."

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر نورو بيا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل د دې لپاره چې د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي سره مخ نه‌شي نو پارکونو او تريحي ځايونو ته يې له تګ ډډه کړې.

مرسل وايي: سږ کال د دې لپاره چې له تاوتريخوالى سره مخ نه‌شو پارکونو ته لاړو نه.

د کابل ښار اوسېدونکې مرسل وايي: "سره له دې جې مونږ عادت وو هر کال به مو اختر په پارکونو او تفریحي ځايونو کې تېراوه، خو سږ کال د دې لپاره چې له تاوتريخوالى سره مخ نه‌شو پارکونو ته لاړو نه."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهى عن المنکر وزارت د د ویاند مولوي عبدالغفار فاروق نظر هم واخلي، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د ٢٠٢١م کال د اګست په ١۵مه نېټه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، غه ډلې په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر وړاندې پرخه محدودیتونه لګولي، تر دې چې کورنۍ نه‌شي کولى په ټوليز ډول پارکونو او تفريحي ځايونو ته لاړې شي.

تر شپږم ټولګي پورته ښونځيو ته د نجونو پر تګ د بنديز، تر څنګ يې نجونې پوهنتونو ته هم له تګ راګرځولي، د دوى پر مخ يې د کار ورزشي کلپونو ښځينه حمامونو او تفریحي ځايونه دروازې تړلي دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې افغان کورنۍ د طالبانو له حکومته غواړي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي بنديزونه لرې کړي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د کورنۍ له نارینه وو سره د اختر او نورو خوښیو مراسم ونمانځي او ارامه ساه واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG