د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

د بې ویزې ناروغانو پر مخ د تورخم دروازې بیا تړل کېدل؛ ناروغ لرونکي: بد وضعیت سره مخ یوو


د تورخم دروازې یو تصویر
د تورخم دروازې یو تصویر

پاکستان یو وار بیا د هغو افغان ناروغانو او پایوازانو په وړاندې یې د تورخم دروازه وتړله چې د طالبانو د روغتیایي کمېسیون په ټوکن یې دغه هېواد ته د درملنې لپاره سفر کاوه.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي عرفات مهاجر د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تورخم دروازه پرون دوشنبې مازدیګر د هغو افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې چې ویزې او پاسپورتونه نه لري.

" د پاکستان له لوري دا څووم ځل دی چې کله د مسافرو،کله د ناروغانو او کله د ټرانزیټ پر وړاندې د تورخم دروازه تړي،تېر مازیګر یې هم د هغو ناروغانو پر مخ دروازه وتړله کوم چې ویزه او پاسپورټ نه لري، البته دوی هغو ناروغانو ته د ورتګ اجازه ورکوي کوم چې ویزې لري، مخکې به دغو ناروغانو ته د روغتیایي کمېسیون په ټوکن اجازه ورکول کېده اوس دوی د کمېسیون ټوکن نه مني او وایي چې هر ناروغ چې پاکستان ته داخلېږي باید ویزه او پاسپورټ ولري."

بلخوا: یو شمېر افغان ناروغان اندېښمن دي او وایي د تورخم دروازې تړل کېدو له ستونزو سره مخ کړي دي.

پاکستان وخت پر وخت تورخم دروازه د بې ویزې افغان ناروغانو، ترانسپورتي کارکوونکو او ان سوداګرۍ پر مخ تړي
پاکستان وخت پر وخت تورخم دروازه د بې ویزې افغان ناروغانو، ترانسپورتي کارکوونکو او ان سوداګرۍ پر مخ تړي

یوسف چې د سرطان ناروغ لري او دا مهال په تورخم کې دی ازادي راډیو ته یې وویل:

" په کلینیک کې تر ۱۶ زیات ناروغان دي چې درې یې د سرطان شدید ناروغان دي، پاکستان حکومت ورته د تګ اجازه نه ورکوي،دوی څخه ویزې غواړي دوی ورته انتظار دي خو ورته وایي چې د اوښتو چانس مو هېڅ نشته."

د سلطان په نوم یو بل ناروغ لرونکی چې دا مهال په تورخم کې دی وایي طالبانو له ناروغانو ټوکنونه بېرته ټول کړي، او اکثره ناروغان یې بېرته کورونه ته واستول.

"یو څو کسانو ته یې بېرته رخصت ورکړ او ټوکن یې ترې ټول کړي،یو څه کسان منتظر دي، نورو ته یې وویل چې موږ کله خبر درکړ بېرته به راشئ."

دځایي خلکو په خبره، په دې وروستیو کې پاکستان د طالبانو له حکومت سره منلې وه چې هغو افغان ناروغانو ته به د ټوکن له مخې د تګ راتګ اجازه ورکوي کوم چې په بد روغتیایي حالت کې دي.

هڅه مو وکړه پا پاکستان کې د طالبانو د حکومت د سفیر سردار احمد شکېب نظر هم ولرو چې دوی د دغې ستونزې د حل لپاره څه تدابیر لري، خو نومو زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

د دې ترڅنګ په کابل کې د پاکستان سفارت مسولینو هم له ژمنو سره سره په دې اړه له موږ سره معلومات شریک نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په ځلونو پاکستان په بېلابېلو دلایلو د افغان ناروغانو، سوداګرو او مسافرو پر مخ دغه لاره بنده کړې چې له امله یې دواړو خواوو ته خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG